
ارګ: دوی به په هیڅ ډول تر ولسمشریزو ټاکنو تېر نه شي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): والسټریټ ژورنال وايي ټرمپ نیت لري چې د افغانستان ولسشمریزې ټاکنې وځنډېږي او سولې ته لومړیتوب ورکړل شي.
ارګ ویلي، دوی به په هیڅ ډول تر ولسمشریزو ټاکنو تېر نه شي.
د ارګمشر اشرف غني سلاکار فضل محمود فضلي پخپله ټویټر پاڼه د حکومت د خپلواکۍ دعوه کړې او ويلي يې دي له اساسي قانون سره ټکر به هیڅ چاره ترسره نه کړي.
که څه هم روان حکومت هم د اساسي قانون خلاف رامنځته شوی دی، خو ښاغلی فضلي ليکي: «افغانستان یو ډیموکراټیک هېواد دی، باید د ډيموکراټيکي پروسې له لارې واک ولېږدول شي، د قانون خلاف هر ډول وړاندیز موږ ته د منلو نه دی.»
د ډاکټر غني ویاند هارون چخانسوري هم پر خپل وخت د ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی دی.
والسټریټ ژورنال لیکلي، ټرمپ د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر ځای د جګړې د ختمولو فکر اخیستی او د سرچینې په قول په بېړه کې دی چې ژر دا جګړه پای ته ورسوي.
سرچینې د یوې امریکايۍ ډيپلوماټې رابن فیل په حواله لیکلي، چې زلمي خلیلزاد هم داکټر غني ته دا غږ ور رسولی خو هغه او ملګرو يې مخالفت کړی دی.