ورزش

د کرېکټ نړیوالې شورا تازه پوړ بندي؛ افغانستان خپل مقام ساتلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په تازه وړاندې شوې پوړ بندۍ کې افغانستان په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې خپل اتم او په یو ورځنیو سیالیو کې لسم مقام ساتلی دی.

افغانستان لوبډلې چې د افغانستان پریمیئر لیګ او اسیا جام څخه وروسته یې کومې سیالۍ نه دي ترسره کړي، په درجه بندۍ کې د لوبغاړو او لوبډلې حال په پخواني حالت پاتې دی.

دا مهال افغانستان لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې په اتم مقام کې ځای لري، که چیرې د روان کال تر پایه په همدې مقام پاتې شي د ۲۰۲۰م شل اوریزو نړیوال جام ته به د نورو غوره لوبډلو په څېر په مستقیم ډول لار ومومي، په یو ورځنیو سیالیو کې لسم مقام لري خو د ۲۰۱۹م نړیوال جام ته یې لار موندلې ده.

په دغه لیست کې افغانستان لوبډله د سرېلنکا سره سیالي لري، سرېلنکا لوبډلې د انګلستان پر وړاندې له سیالیو بایللو وروسته ونشو کړای له افغانستان څخه وړاندې شي او په نهم نمبر پاتې شوه، افغانستان ۹۲ او سرېلنکا ۸۷ پواینټونه لري.

پاتې شوه د لوبغاړو درجه بندي، په یو ورځنیو سیالیو کې راشد خان او محمد نبي د آلراونډرانو په لیست کې په لومړي او دویم نمبر دي، د شل اوریزو سیالیو په توپ اچونه کې راشد خان په لومړي نمبر دی، محمد نبي په آلراونډرانو کې استرالیاوي ګلین میکسویل پسې په دویم نمبر دی.

سربېره پر دې راشد خان د یو ورځنۍ سیالیو توپ اچونې په برخه کې خپل دویم مقام ساتلی دی، نوموړی لومړی له جاسپریټ بومرا سره په پواینټونو کې نیږدې و، خو په تېره نیږدې کې غوره توپ اچونې د بومرا پواینټونه تر ۸۴۱ ورسول او راشد خان د ۷۸۸ پواینټونو سره په دویم نمبر پاتې دی، حال دا چې هندی کولدیو یادو ۷۲۳ پواینټونو سره په درېیم نمبر دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x