ولسمشريزې ټاکنې که سوله؟ امريکا څه غواړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): د ټرمپ ادارې په دې فکر پيل کړی،چې د امريکا ‏لپاره د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې اړينې دي او که د اولس کلنې جګړې پای ته رسول؟
د امریکا وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ليکلي، د زلمي خليزاد په ګډون يو شمېر امریکايي ‏چارواکي په دې باور دي، چې تر ولسمشريزو ټاکنو د سولې راوستل او روانې جګړې پای ته ‏رسول اړين او ګټور دي.‏
ورځپاڼه وايي، ولسمشر ټرمپ هڅه کوي، چې له پخوانيو دوو ولسمشرانو په ميراث ورپاتې د ‏افغانستان اوولس کلنې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او خپل پوځيان هېواد ته راستانه کړي.‏
د ګډ حکومت مشر اشرف غني يو ځل بيا هيله من دی، چې ولسمشر شي، د دې لپاره يې د ‏ولايتونو سفرونو پيل کړي او د يو شمېر پروژو د پرانيستې او خلکو سره د ليدو له لارې د ‏خلکو ملاتړ ترلاسه کولو هڅه کوي.‏
ځينې امريکايي چارواکي په دې باور دي، که امريکا ولسمشريزې ټاکنې وځنډوي، شونې ده، ‏چې کابل يې مخالفت وکړي او له واشنګټن سره په ټکر کې واقع شي.‏
وال سټريټ ژورنال ليکلي، د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډولو سربېره امريکايي چارواکي پر يو ‏شمېر نورو لارو چارو هم فکر کوي، چې يا خو دې ټاکنې وشي، خو حکومت دې لنډمهالی وي، ‏يا دې ټاکنې وځنډول شي، واک دې يوې ځانګړې شورا ته ورکړل شي او دغه شورا دې ‏لنډمهالی حکومت رامنځته کړي، چې د ټولو قومونو استازولي وکړی شي، خو د ګډ حکومت ‏مشر د امريکا دا وړانديز لا وار له مخه رد کړی او ټينګار کوي، چې په هېڅ صورت له ‏ولسمشريزو ټاکنو تېرېدونکی نه دی.‏
د وال سټريټ ژورنال سربېره نورو امريکايي ورځپاڼو هم د دې موضوع یادونه کړې، چې ‏ولسمشر ټرمپ د افغانستان جګړې ستړی کړی، نور نه غواړي، چې دغه جګړه پر مخ بوځي او ‏راتلونکو حکومتونو ته يې په میراث ور پرېږدي.‏
‏«دي هېل» امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې ولسمشر ټرمپ له پيله هم د افغانستان جګړې ‏مخالف و، خو د ۲۰۱۷ کال اګسټ میاشت کې يې د پوځي سلاکارانو په ټينګار نوې ‏سټراټيژي اعلان کړه او په نه زړه يې افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو اعلان وکړ، خو هغه ‏اوس په دې باور شوی، چې د افغانستان او جنوبي اسيا په اړه د سپينې ماڼۍ اعلان شوې ‏تګلاره بې ګټې ده او بايد امريکايي پوځيان له افغانستانه راووځي.‏
که څه هم د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند هارون چخانسوري ويلي، چې دوی هېڅکله له ولسمشريزو ‏ټاکنو تېرېدونکي نه دي، خو تر اوسه دا هم نه ده روښانه، چې کابل به په دې اړه له ‏واشنګټن سره ټکر وکړی شي که نه؟

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

داکه امریکا وځی اویاپاتی کیږی ؟ اصلی موضوع دتاریخ اوتجربی لمخی داده ،چه کمزوری شړیدلی ،حکومت په یو ناسوراومضمن مرض بدل شوی اوفساد ، ورانۍ ناأمنۍ ، زورواکۍ ،بی عدالتیۍ ،بی دینۍ ،دستری نمواوودی په حالت کی لیدل کیږی، اوددری لویووچو داشرګړوناکامی هم همدغه حکومت ننګوی ، اوځکه حکومت نه بشپړ نظام چلولی شی اونه ئی خپل مسؤ لیت درك کړی؟ اونه بل چاته دمداخلی اجازه ورکوی ،اونه اشرګړی پدی پوهیږی چه دمشهود مجرمانه اوحرفوی ،غلوڅخه پوښتنه وکړی ؟ نونه اشرګړی داصلاح وس لری اونه افغانان پریږدی ،چه دنظام څخه په مختلفو جهتونوپه اوپه کړنو کی عمل وکړی ؟ خلاصه… نور لوستل »