
غزل/ مسکين یار عظیمي
مسکین یار عظیمي
دا څـومـره خـونـدورې دي شملې د شمله ورو
پـه مـــثـل د فــــولاد دي عقیدې د شمله ورو
پګړۍ مې افتخار او هـم سنت د پاک رسول ده
پـه جنـګ کمـزوری نـه شـوې ارادې د شمله ورو
دښـمن بـه لـه هـیـواده د ایمـان په قـوت باسـو
مدام هر وخـت قـاطـع وي فیصلې د شمله ورو
شملـه او پـګـړۍ دواړه د ایمـان سره زینـت کـا
پـه حـق پــورې تــړلـی وي دعـوې د شمله ورو
تـکـل کـوو چی دا وطــن ازاد کــړو لـه پـردیـو
رنـګـونـه خـامـخـا راوړي جـــګـړې د شمله ورو
ویده ضمیـر بیدار چی تـر غـوږ د شـي جـانـانـه
په زړه بانـدی تـاثـیـر کـوي قـیصې د شمله ورو
مسکین یار عظیمي وربـانـدې نـاز کـوي ملـګـرو
پـه مینه اخـلاص لـیکي کـارنـامـې د شمله ورو