غزل/ عبدالغني وفا

عبدالغني وفا

دلته: پراته وینم د خلګو په هر خوا هډوکي
دلته: د چا وینم د سر د چا د ملا هډوکي

دلته: تنکۍ غوښې کباب شوې د بارودو په اور
دلته: مې ولیدل د غوښو نه جلا هډوکي

دلته: د خلق ځناورانو ډېر کړه ښخ په ژوندون
دلته: لا اوس هم کله کله سي پیدا هډوکي

دلته: لیلا ته مجنونانو تر سینه غشي کښل
دلته: په دښتو کي پراته وه بې پروا هډوکي

دلته: مېچنه د عذاب پر خلګو وچلېده
دلته: بې شمېره رېز مرېز سول بې ګناه هډوکي

دلته: لیلا دښت په یوه پلا په زرهاوو غیب کړل
دلته: بې ساري سول په خاورو کي پناه هډوکي

دلته: څیرلې وه رمه یو بشر دوسته شرمښ
دلته: د غرب لیوانو پرېښو ول تر شاهډوکي

دلته: سپیره هډونه وینمه و هر لوري ته
دلته: شپېلي د ناټو لویه اژدها هډوکي

دلته: د پلار او د نیکه مډال وبل ته تحفه
دلته: لیلام دی ډېرو خرڅ کړل د بابا هډوکي

دلته: عبدالغني په چیغو چیغو وژړېده
دلته: پخپلو سترګو ولیدل (وفا) هډوکي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د