نړۍ

د مولانا سميع الحق مرستيال ورک شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د جمعيت علماء اسلام (س) مشر مولانا سميع الحق مرستيال مولوي احمد شاه نادرکه شوی دی.

مولانا سميع الحق د نومبر په دوهمه نېټه په اسلام اباد کې په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له لوري په چړو ووژل شو او مرستيال يې د ژوند تر پايه له نوموړي سره يو ځای و.

مولوي احمد شاه څلور ورځې وړاندې په اکوړه خټک کې له خپل کور څخه وتلی او بيا کور ته نه دی ستون شوی او تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی به چېرې وي.

له هغې وروسته يې يې ټيلفون بند دی او له کورنۍ سره يې اړيکه پرې شوې ده.

د جمعيت علماء اسلام (س) اوسنی مشر او د مولانا سميع الحق زوی حامد الحق وويل چې له درې څلور ورځو راهيسې احمد شاه نادرکه شوی دی او
اړيکه ورسره پرې شوې ده.

نوموړي وويل چې کيدای شي احمد شاه د پاکستان د امنيتي ادارو له لوري د مولانا سميع الحق د مرګ په اړه د څېړنو او معلوماتو له پاره بيول شوی وي.

بل لور ته د اسلام اباد پوليسو مشر ويلي دي چې احمد شاه دوی نه دی نيولی او زیاتوي چې د مولانا سميع الحق د مړينې د پيښې په اړه د څېړنو او تحقيقاتو اړتيا ده څو معلومه شي چې دا پيښه څنګه او د چا له لوري رامنځته شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

الله د دا ټول چه افغانسنان کی جهاد روا بولی او فاکستان کی یی روا نه بولی ورک کړی. هلته نوی پیغمبران را روان دی، د رسالت دښمنی ازادی بهر ته ځی، دوی #######زمونګه وطن تباه کړ زمونګ خلک یی در په دره کړل، الله د ټول تباه او نابود کړی.

غوربندي

لونګ صیب

که تاسو له استاد سیاف څخه هم د قران کریم د د تفسیر او مبارکو احادیثو درس ووایی نو به پوه شی چې په افغانستان کې جهاد فرض دی.

لونګ

غوربندی صیب سلامونه: خبره د پر ځای. ته او خدای جهاد همداسی وی چه د یو کس لپاره انتحاری وکړه او سل نور بی ګناه کی شهدیان کړه. ته خبر یی د یوی ورځی د جنګ مصرف څومره ده؟ دا ټول له آسمانه راځی. طالبان خو مونږه پیژنو چه ټول عمر یی سقاط ټول کړی او د خلکو په کورنو یی ډوډی حواله وه. وَأَعِدُّوا لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ ۵۸ آیت د سورت انفال. مسلمان ته ښایی چه اول د نړی په سطح سیاست زده کړی، بیا ځان سمبال کړی د کفاره په مقابل کی. لاسونه مو د ګدایی… نور لوستل »

غوربندي

لونګ صاخب

طالبانو ته د جنګ مصارف د عسکرو د بی غیرتی له وجهې په لاس ورځي.

ډکې پوستې ورته پرېږدي او تښتي!!! تا او خدای دا اجیران ملت ساتلای شي؟؟

سلام

غوربندی صاحب ! زه چه د لونګ تبصر ی لولم ، حیرانوونکی دی ، لکه یو اشغلګر چه پشتو زده کړی اشغالګرو له اشغاله د مظلوم اولس پام بلی خواته اړوی ، ډیری هڅی لری چه دمجاهدینو مثبتی لاسته راوړنی په دی نوم چه د پاکستان سره اړیکی لری په نطفی کی خنثی کوی حتی د مجاهدینو حامیان هم پری ښه نه لګیږی . حیرانوونکی ده ، د روسانو غلامه اداره ( کمونستانو ) به هم پاکستان دشمن بللو هغه وخت پاکستان د همدغه سیاف ، ربانی ، ګلبدین او نورو ته ګرمی بستری هواری کړی وی د امریکا څخه… نور لوستل »

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x