شاپور ځدراڼ ته له سختو خبرداريو وروسته د لوبېدو اجازه ورکړل شوه

نن ټکی اسيا ‍(سه شنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۷): د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې تکړه چټک چپ لاسي توپ اچونکي شاپور ځدراڼ ته د افغانستان کرېکټ بورډ ډيسپلن کميټې د پرېکړې پر اساس ملي لوبډلې سره د يوځای کېدو اجازه ورکړل شوه.

شاپورځدراڼ د روان ۲۰۱۸م کال د مۍ مياشتې په ۲۹مه نيټه د يوه بهرني سفر پرمهال په تمريناتي لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې روزونکي، لوبډلمشر او لوبڅار پر وړاندې د لوبو له ډسيپلين سرغړونه کړې وه چې له کبله يې تر ننه له هر ډوله سياليو بهر و.

د افغانستان کرکټ بورډ ډيسپلن کميټې د روزنکي سپارښتنې تایید کړې او همداراز یې شاپور ځدراڼ ته په جدي اخطاريه کې ویلي، که د بيا لپاره یې دغه ډول اعمال تکرار کړل په ملي لوبډله کې به له لوبيدو محروم شي.

شاپور ځدراڼ او ځینې نور لوبغاړي په تیرو اوږدو کې د کرېکټ بورډ او چارواکو لخوا ځورول کيږي، چې په يوه او بله نامه له لوبې کښینول کيږي.

شاپور ځدراڼ له تیرې اوږدې مودې راهيسې د ملي لوبډلې څخه بهر دی، خو په افغانستان پريميئر ليګ کې له پامه غورځېدو نوموړی پر کرېکټ بورډ او نورو چارواکو نېوکو کولو ته اړ کړ.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي (دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ، حمید حسن او وفادار مومند) د ټپي کېدو له امله له سیالیو بهر دي، چې له کبله یې د افغانستان ملي لوبډله د چټک توپ اچونکو له قحط سره مخ ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د