اشرف غني: څلورو کلونو کې له ۲۸ زرو ډېر امنيتي سرتيري وژل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل):د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني په تيرو څلورو کلونو کې د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ارقام په ډاګه کړل.

محمد اشرف غني د امريکا د جان هاپکينز پوهنتون محصلينو يوې غونډې ته له کابل څخه يې د ويډېويي کنفرانس له لارې خبرې کولې، د خپلو خبرو په ترڅ کې يې وويل چې له ۲۰۱۵ کال راهيسې په افغانستان کې ۲۸۵۲۹ امنيتي او دفاعي عسکر وژل شوي دي.

افغان حکومت تر دې وړاندې ډېر ځله هڅه کړې ده چې له طالبانو سره په جګړو او چاودنو کې د افغان امنيتي ځواکونو تلفات پټ کړي او يا يې هم کم وښيي؛ خو د اشرف غني دغه اعلان بې ساری دی.

د ګډ حکومت مشر د وژل شويو امنيتي سرتيرو ارقام په ډاګه کړل خو دا يې ونه ويل چې په دې څلورو کلونو کې څومره امنيتي سرتيري ټپيان شوي دي.

د امريکا دفاع وزارت تر دې وړاندې د افغان ځواکونو تلفات له رسنيو سره شريکول خو له يو کال راهيسې يې د افغان ځواکونو د تلفاتو په خپرولو بنديز لګولی دی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د افغان امنيتي سرتيرو مرګ ژوبله زيات شوې ده او ددې ترڅنګ يو شمير د جګړو د سخت والي له امله يا هم طالبانو ته تسليميږي او يا هم خپلې دندې پريږدي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
همدرد افغان
میلمه
همدرد افغان

دا یی د لاسته راوړنو یوه برخه او نمونا وه. خدای خبر چی ملکی عوام به یی څو لاکه شهیدان کړی وی؟
الله د افغان مظلوم او محکوم ولس له ظالمانو خلاص کړی. امین ثم امین