شيدا احمد ابدالي

شنونکي: له ولسمشريزو ټاکنو سوله ډېره مهمه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې امريکا په افغانستان کې د ولسمشريزو ټاکنو د ځنډولو او د افغانستان د مسئلې د حل کولو په موخه په افغان حکومت د فشار راوړلو خبره وکړه، د افغانستان حکومت يې په وړاندې غبرګون وښود او ويې ويل چې ولسمشريزې ټاکنې به په خپل وخت ترسره کيږي.

خو يو شمير سياسي شنونکي او کارپوهان وايي چې د ولسمشريزو ټاکنو څخه د افغانستان د سولې موضوع ډېره مهمه ده
او باید چې د ولسمشرۍ له ټاکنو مخکې له طالبانو سره سوله وشي.

د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره احتمالي نوماند او په هند کې د افغانستان پخوانی سفير شيدا احمد ابدالي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي دي چې که د حقيقي سولې له پاره د ولسمشريزو ټاکنو ځنډېدل وي، بايد ملاتړ يې وشي او لومړيتوب ورکړل شي.

هغه وويل چې که چېرته موږ سوله له ټاکنو سره پرتله کړو نو سوله لومړيتوب دی؛ خو که حقيقي سوله راځي بيا دې ټاکنې وځنډول شي، خو په وينايې چې د ځنډ لاملونه بايد ولس ته روښانه کړل شي.

ابدالي وايي چې موږ د سولې او ملي يووالي له پاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي؛ خو د ګډ حکومت په څلور کلنه دوره کې سولې او ملي يووالي ته ډېر زيان اوښتی.

همدا راز د سولې شورا د دارالانشاء پخوانی مشر او د اشرف غني سياسي سلاکار ډاکټر محمد اکرم خپلواک وايي: ترڅو چې سوله ونه شي، د ولسمشرۍ ټاکنې بې معنا دي او په هيواد کې به د بحران د زياتوالي لامل شي.

هغه وويل چې له اشرف غني سره يې د رښتينې سولې او ځينې نورو موضوعاتو له امله يې څو ځلې اختلافات رامنځ ته شوی دی.

اکرم خپلواک وايي چې سوله رانشي ټاکنې دې نه کيږي او زياته يې کړه چې د ولسمشريزو ټاکنو څخه سوله ډېره مهمه ده.

ددې سربيره يو ګڼ شمير نور سياسيتوال او عام افغانان هم په دې اړه په يوه خوله دي چې سوله او امن په افغانستان کې له بل هر څه لومړيتوب لري او نور ولس له جنګ او نا امنۍ څخه ستړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د