zamir-kabulov-2009-9-12-3-40-18

د کابلوف پر وروستیو څرګندونو څو لنډي څرګندوني

عبدالمالک همت

د افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين ګماشته ضمير کابلوف چي دوی د پوتين د ځانګړي استازي نوم پر ايښی دی، د افغانستان د سولي په اړه د مسکو تر ناستي وروسته د اسوشيټېډ پريس خبري اژانس سره په لومړنيو څرګندونو کي ويلي دي چي : ”په افغانستان کې د امريکا له راتګ سره ناامني نوره هم زياته سوې، د مرکزي آسيا او روسيې امنيت له خطر سره مخ سوی او د همدې خطرونو د مخنيوي لپاره يې د سولې هلې ځلې پيل کړي دي“.

دا چي دغه ديپلومات وايی : ”په افغانستان کې د امريکا له راتګ سره ناامني نوره هم زياته سوې ده“. په دې اړه بالکل غلط وايي. اصلي خبره داده چي لکه چي موږ هم ښه پوهيږو او دوی او نړۍ وال ټول پوهيږي اصلاً پر افغانستان باندي د دغو روسي ښکېلاکګرو  د ۱۳۵۸ کال د جدي د اتمي نېټې له تېري راپه دې خوا او له هماغه مهاله د دغو ښکېلاکګرو او امريکايي ښکېلاکګرو د ښکر په ښکر کېدو سره زموږ په ګران هيواد کي ناامنۍ پيل سوي او اوس تر دې پولي رسېدلي دي. او دا چي دوی ادعا کوي چي د مرکزي آسيا او روسيې امنيت له خطر سره مخ سوی، دا زموږ په هيواد کي د دوی لاسوهنو ته  پلمې جوړول او پوچي ادعاوي دي. دوی په دې اړه هيڅ دليل او لاسوند نه لري، په افغانستان کي د امريکې له اشغاله تر اوسه په مرکزي آسيا او روسيه کي هيڅ داسي پېښه نه ده سوې چي ثابته کړي مرکزي آسيا او روسيه زموږ ناامنيو له خطر سره مخامخ کړې ده. او دا چي دوی داعش ځانته خطر بولي دا ادعاوي يې هم پوچي او هسي درواغ او پلمې دی. دا په سوريه، عراق او افغانستان کي ضعيفه سوې او مخ پر له منځه تلو ډله څنګه هلته په زرونو کيلومترو ليري له پوځي او امنيتي پلوه ډېري پیاوړي روسيې او د مرکزي آسيا د پياوړو پوځي او امنيتي ځواکونو درلودونکوهيوادونو ته خطر پېښوي؟

پر دغو روسي سرټمبه ښکېلاکګرو دي لعنت وي دا دوی وه چي زموږ پر بې وزلي، وروسته پاته هيواد يې ناروا او ځناورانه تېری وکړ، هم يې خپل هيواد او خلک ټوک ټوک کړل او هم يې زموږ ګران هيواد او بې وزلي خلک ټوک ټوک او درپه دره او د ډول ډول کړاوونو او ويرونو سره مخ کړل او په خپل تېري او وحشتونو او ظلمونو سره يې نورو ښکېلاکګرو او مغرضو هيوادونو ته زموږ پر خاوره باندي د تېري او مداخلو لار خلاصه کړه. په دې تېرو څلوېښتو کالو کي چي زموږ پر هيواد او خلکو هر څه تېريږي او دا زموږ هيواد چي د نړۍ د تمدن له کاروانه د سلوکالو لپاره پر شا وتمبول سو او دا هر څه بدمرغۍ چي را پېښي سوي دي ، ددې ټولو بدمرغيو سر دغو ښکېلاکګرو ايښی او اصلي عوامل او مسؤولين يې دوی دي.

اوس بيا هم دغو لعنتيانو په ډول ډول درواغجنو پلمو په افغانستان کي لاسوهنو ته ملاتړلې ده او غواړي چي زموږ له دې روان ناورين څخه سوء استفاده وکړي او په افغانستان کي د خپلي ماتي کسات هم زموږ او هم له امريکايي ښکېلاکګرو څخه واخلي.

زموږ ځيرک او پوه سياستوال دوی ښه پېژني چي دوی په هر ځای کي مداخله کړې ده هلته يې هلاکتونه، بدمرغۍ او ورانۍ وروړي دي، چا چي د دوی سره ملګری کړی دی، د دغو نجسو وړ په پوري سوی او خپلو خلکو ته يې شرمولي او سر ټيټي کړي دي.

عجيبه ده روسان وګوره او په افغانستان کي د سولي هلي ځلي کول؟ دوی د دوی په تاريخ کي په کوم هيواد کي د سولي لپاره واقعي هلي ځلي کړي او سوله يې وروړې ده ؟!

اوس خو زموږ بل څه په وس نه دي پوره بس دعا به وکړو چي يا الله ! موږ عاجز او بې وسه سوي يو ! زموږ هيواد او ستا پر دين مين خلک يې بې چاره او بې اسرې سوي دي . نن موږ زموږ د بهرنيو او کورنيو ډول ډول دښمنانو تر تېغ او ساتور لاندي راغلي يو، نو ته پخپله زموږ چاره ګر سه، له دې ستونزو او بخولو مو وژغوره او زموږ ټول دښمنان او بدخواهان په پخپله زموږ غوندي په خواره خواري اخته کړه او موږ ځني فارغه کړه.

موږ هم ژمنه در سره کوو چي نور به په خپلو ځانونو کي بدلون او سمون راولو، له تېرو ګناهونو مو نصوحه توبه ده  او لکه څنګه چي ستا کلام او ستا پيغمبر صلی الله عليه وسلم راته ويلي دي پر هغو به برابر ځو ، ستا د لارښوونو او احکامو له مخالفته به په ټينګه ډډه کوو، بې اتفاقۍ، قومپالني او پردي پالني پرېږدو او خاص تاته عبادت کوو او د مسلمانانو، خپل هيواد او خپلو خلکو خير، ښېګڼه او سږکالي به غواړو ، الهي زموږ دغه د بې وسۍ او عاجزۍ خواستونه په خپل عظيم دربار کي او په خپل لوی فضل او کرم قبول کړه آمين يا رب العالمين.

avatar
10 د تبصرو شمېر
12 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

همت صیب خبرې د ې درستې ندي ! خبرې ډیرې دي د ټولو لپاره وخت نلرم : افغانستان همیش د انګلیس او تزاري روس تر منځه یو سرحد وو او افغانستان یې په منځ کې پروت وو ….. اوس ناتو راغلې مرکزي اسیا ته دچین او روس خواته د سیاسي او طبعی ګټو لپاره ، نو دې ته چین او روس کله اجازه ورکوي !!!
د امریکې شتون یواځې د جنګي جنایتکارانو او غلو په ګټه ده!!

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

pattang صيب د هر چا خپل نظر دی. خو زه وايم چي ستا خبري درستي نه دي. دا چي افغانستان د انګېز او روس ترمنځ بفر سټيټ وو يا بيا هم بايد وي، نو دا خو بايد په دې معنا نه وي چي موږ پر افغانستان د روسانو يا امريکايانو تېريي، جنايات او مداخلې ومنو. زه هم د ټولو خبرو لپاره وخت نه لرم .
زما او ستا د خبرو د سم يا ناسموالي په هکله به قضاوت نورو دوستانو ته پرېږدو فقط.

مجاهد
میلمه
مجاهد

نن صبا پاڼو، فیسبوکو او رسنیو کی کله کله د خلکو ای ډی غلا کیږی ، هغه سړی له خپلی پاڼی شړل کیږی او یا هماغه کس ته هغه څه نه ښکاری . خلک حیران پاتی وی چه هغه ښه کس څرنګه بد شیان خپروی. فکر کوم د همت صاحب ای ډی هم چا لکه چه غلا کړی او که همت صاحب عصبی رشتو یا دماغی تناسب کی څه بدلون راغلی یا د کرزی او غنی په ضان ناسمه مشاورین لری آو یا …….. الله ج فرمایی چه مونږ خینی کفار په ځينو نورو دفع کړی یا دفع کوو ،… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

ای هغه څوکه چي زه دي ښه پېژنم که هر څونه د «مجاهد» تر پرده لاندي ځان پټ کړې، بيا هم زما څخه نه ورکېږې، شعر: به هررنگی که خواهی جامه می پوش —- من از طرز خرامت می شناسم د مجاهد بلاواخلې ژر دغه د مجاهد سپېڅلی نوم له ځانه ليري کړه. عجيبه ده غرب ته تښتېدلی يې او د غربيانو ځيرې ته د غربي بادارانو په غېږ کي پروت يې او مجاهد يې ؟! خوله دي ګبی سه. تا چي زما په مقابل کي عقده اخيستې ده، نر غوندي په معقولو دلايلو له ځانه دفاع وکړه، نو نه… نور لوستل »

مفتي زاده
میلمه
مفتي زاده

دهمیت صیب لیکنه ډیره په زړه پورې مطالب لري ،خو څوک چې پرې سترګې پټوي اویا پرې نه پوهیږي ،هغوی دې داسۍ منطقی اویا په اسنادو ولاړو دلائل ووایو چې موږ یې ورسره ومنو .
مفتي زاده .

مجاهد
میلمه
مجاهد

همت صاحب ! لیکونکی او څيړونکی دواړه د لیکلو او نظر ورکولو حق لری په اسلام او دموکراسی دواړو کی ورته دبیان ازادی وایی . روا او جایز کار دی . خو که د لیکونکی او څيړونکی ډير ګډ مخرجونه لرل او په ځینو مسایلو کی د لیکونکی سره اختلاف نظر ولری او لیکونکی ځينو مسایلو ته متوجه کړی دی ته مفاهمه وایی ، که د څيړونکی نظر لیکونکی ومنلو ډیر ښه او که نه لیکونکی به واپس د اسلامی اخلاقو له مخی منطقی دلایل ولیکی که د څیړونکی د پاره د منلو وړ وو ښه او که نه بیا… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

نه روسيه هغه ۴۰ کاله مخکې روسيه ده او نه هم امريکا ، ۴۰ کاله مخکې روسانو پرافغانستان يرغل وکړ پر دين او هيواد مينو افغانانو جهاد پيل کړ ، امريکا چي دا حالت وليدئ د مجاهدينو مرسته ئې شروع کړه نه يوازي پخپله ئې مرسته کول بلکه ډير نور ملکونه ئې هم و مرستې ته هڅول لکه د سعودې، پاکستان او ځنې نوراسلامې هيوادونه ، د اروپا په ټولو هيوادوکې د مجاهينو زخميان تداوې کيدل، ډيرۍ افغانان او ټوله مجاهدين پدې خوښ وه . ۱۸ کاله مخکې امريکا تر روسانو ډير بد او وحشي يرغل راوړ ، هغه وحشت… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دروند او مشر ورور همت صاحب! سلام علیکم. که دی ما غوندی غُل سړی سره مشوره کړې وای نو می توصیه درته کول چه د مجاهد صاحب د تبصرې په هکله هغه څه مه لیکه کوم چه اوس مو لیکلی دی. ستاسی لیکنه هم پر واقعیتونو بنا ده خو د مجاهد صاحب تبصره هم د یو پراخ بحث وړ ده او دومره ترخه هم نده لکه چه تاسی ئې اټکل کړیدی.هیله ده رانه خپه نه شی. د پېښوریانو وړونو خبره که می طبیعت ټِک وای همدا اوس می ستاسی د لیکنی او د مجاهد صاحب د تبصرې په هکله څه… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

بيانزيه ! ته بيا له کومي خوا څېړونکی سوې او په کوم سند او ډګري ؟ عجیبه وخت ته سره را ووتلو چي مازي يې د کورس اکابر يا د شپږم ټولګي د متعلم په شان څه کښي وښي زده وي وزيران او رئيسان مقرريږي او يا استاد يا څېړونکی سي. ته د څېړني په معنا پوهېږې. آيا دا څېړنه ده چي د مجاهد په بدل نامه خلکو ته ښکنځل وليکې او عقده ورسره وپالې؟ آيا دا څېړنه ده چي ما غوندي سپين ږيري سړي ته زما تر هغي مقالې لاندي چي سرليک يې دی (امريکا د اوسمهال طاغوت دی،… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

دروند مشر همت صاحب او عزتمند استاد بیانزی صاحب تاسو او بیانزی صاحب د یوه غاښ درانه مشران او د خدای ج په فضل له انحرافه بچ سپین ږیري یاست، مونږ کشران در څخه زده کړه کوو او په لیکنو مو ویاړو. ستاسو دا پورته ناندرۍ ډېرې خواشینوونکې دي، هیله ده یو بل وزغمۍ، دلته زمونږ او تاسو مشترک هدف ځانونه درانه تلل او ښودل نه بلکه د نړیوال جال په دام کې ګیرو لوستونکو ته د یوه پیغام (رسالې) رسول دي. دروند همت صاحب زه به تاسو ته د یوې سپینې جسارت وکړم هغه دا چې دلته چې څوک… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

غوربندي صاحب مننه، کورمو ودان. ښه دی اوس دی بيانزی صاحب خپل زړه ښه راته خالي کړي، وايي سر څه په يوه لوټه سپېره څه په دوو. خو تر دې وروسته دي په ما او زما په ليکنو کار نه لري. والسلام .

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

دروند ورور همت صاحب !
تاسی چه څه لیکلی زمونږ سره د دغسی ### ځای نشته واپس مو در ولیږل او السلام علیکم به درته ډالی کړم مننه

الحاج استاد اتانچی
میلمه
الحاج استاد اتانچی

محترم مولوی صاحب همت.دستاسو لیکنی داسی دی لکه سره زر.په سره زرو باندی چه هر څومره ګردونه ،خاوری،ګندونه خلک پری واچواوی بیا هم خپله ځله ،شغلی له لاسه نه ورکوی.
داسی خلک هم شته چه سرو زرو ته اوسپنه وایی،خو سره زر بیا هم سره زر وی.د دوی په واییلو سره سره زر هیڅکله اوسپنه کیدای نه شی.
دستا لیکنی سره زر،او موږ هم زرګران،دسره زرو په قدر زرګر پوهیږی. ###

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

مننه دروند وروره الحاج استاذ اتانچي صاحب !
ستا تخلص ته مي پام دی او خوښ مي سو، خو ماته که يوازي په همت وواياست ښه به وي، زه ځانته نه ملاوايم، نه مولوي او نه حاجي:
ماته آغا، ماته بادار ، ماته صاحب مه واياست
ډېر وېرېدلی له نامه د صاحبانو يمه. والسلام.

غوربندي
میلمه
غوربندي

د روسیې په کنفرانس کې د طالبانو په بیانیه کې د افغانستان غمیزه اتلس نه بلکه څلوېښت کلنه یاده شوې او سبب یې هم یرغل نه بلکه یرغلونه یاد شوي دي. همدا کافي ده چې د طالبانو په ملي غرور او خپلواکۍ باندې بشپړ باور وساتو او ملاتړ یې وکړو، زه باور لرم چې طالبانو د تېر جهاد له نامرادو څخه ډېر څه زده کړي او ان شاءالله چې د روسانو او هیڅ اجنبي،،، ګاونډي،،، لیرې، یا نږدې ،، کافر یا مسلمان لمنې ته به ځان نه غورځوي. دا هم د عاقلانو کار نه دی چې له روسانو سره از… نور لوستل »

محمد
میلمه
محمد

ښاغلي الحاج بیانزی أو د ځان په شمول نورو وروڼو ته وايم؛ من كثر كلامه كثر سقطه ، ومن كثر سقطه كثرت ذنوبه.

جميل
میلمه
جميل

مرغان هغه سره الوزي چي بڼه ئې سره ورته وي .
که غواړې پوه شې چي پلانۍ پر کومه روان دئ ، وګورې چي ملګرئ ئې پر کومه روان دئ.
که غواړې د پلانې په ايمان ځان پوه کړي ، د ملګري ايمان ئې وګوری.
نيک تل د نيکو او بد تل د بدانو ملاتړکوي.

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

دروند ورور جميل صاحب محترمه دا نو څه معنا؟ زه خو په پوه نه سوم . زه خو د روزګان د ترينکوټ يو اطرافي سړی يم . ساده، سيده خبري او ليکني کوم او په ساده خبرو پوهېږم. له دغو نن ټکي والاوو څخه مي يو هم نه دی ليدلی، مګر په ټينګه يې ملګری يم. له ډېره مهاله مي ډول ډول نشريو ته ليکني ورکولې . بيا چي مي بدراغله پر ټولو مي بندي کړې. ډېر کلونه وروسته بيا يوه چا د نن ټکي آسيا سره قلمي همکارۍ ته وهڅولم. له هغه راهيسي مي له دوی پرته يو توری… نور لوستل »

غازی طالیب انور
میلمه
غازی طالیب انور

محترم همت اسلام علیکم و رحمت الله وبرکاته، هر لیکنه د په غور په شوق سره لولم.د لیکنی هر لیکه د ملغلرو څخه ډکه ده،د هری لیکنی څخه د ګټه اخلم او زده کړه ورڅخه کوم. زما په شان نور په زر هاوو کسان د ستا محترم لیکنی لولی.ټول لوستونکی ،او د ڼن .ټکی اسیا کتونکی د ستا محترم لیکنی ته تږی ناست دی، دا خبره بیلکل صحی ده چه په سرو زرو باندی څوک هر څومره ګنده ګی واچوی ،بیا هم خپلی شغلی نه کموی،او نه یی ورکوی،او نه سره زر قیمت کموی، تش لاسی یم ،هیڅ می په… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

محترم ورور غازي طالب انور صاحب ! وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته ! ګرانه وروره ستا له نېکو څرګندونو څخه مننه ، زه د الله سبحانه يو عاجز او ګنهکار بنده يم او دغه خوبۍ په ماکي نسته. خو دغومره دی چي تر خپله وسه کوښښ کوم د الله د دين، د الله د مخلوق او د خپلي پاکي، سپېڅلي اسلامي خاوري له خدمت څخه خپل وس ونه سپموم او د اجر يې هم له الله سبحانه څخه هيله من يم، نور پر هيچا هيڅ احسان نه اچوم او نه د نور څه تمه چاته لرم. د تش لاس او… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

محترم همت صاحب ؛ اسلام عليکم و رحمته الله و برکاته ستاسو ليکنې تل لولم او ذده کړه ځنې کوم او د خير دعا درته کوم ، پاک الله(ج) دې قبولې کړي ، ستاسو ځای تر ما غوندې ګنهګارو ډير پورته دئ . زه له تاسو نه ډير شکرادا کوم چي زه مو خپلې غلطۍ ته متوجه کړم . يو وخت مې چيري لوستې وه چي د غيبت د ورکيدو يو ښه عادت دادی چي غيبت کوونکۍ دې ووايي چي وروره ما ستا غيبت وکړ او په بدو مې ياد کړې بخښنه راته وکړه ، بيا به اشاءالله تکرار نشي… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

دروند ورور جميل صاحب ! وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته وبعد: وروره کله کله غلط فهمۍ کيږي. او الحمد لله ماته تر يوې کچي د غلط فهمۍ او د زړه د صاف والي او د سر سري خبرو او د غرضي څرګندونو څه نيمګړی، نيمکله درک لګيږي. په صاف زړه او له اخلاصه د غلط فهمۍ په هکله عفو او ګذشت په کار دی، له سر سري خبرو څخه په خوږه لهجه او کله هم په ټوکو يا تجاهل عارف تېرېده په کار دي، خو د غرضي سړي سره، البته د هغه غرضي سره چي څوک د غار خولې ته… نور لوستل »