د «وامعتصماه» کيسه او شک اچوونکي

عبدالمالک همت

دا اوس يو عجيبه وخت سو. د ناحقيو، درواغو، ظلمونو، له حق او حقيقت څخه د بدوړلو او باطلو بازار ډېر تود دی او ډېر جاهل نوچکيان او بې مغزه ساکښان يې تاييد او ملاتړ کوي، خو که څوک د حق، اسلامولۍ، هيواد دوستۍ، همت او غيرت او د مظلومانو د پلوۍ خبري کوي د ډېرو پر دماغونو بدي لکيږي. جاهلان څه چي ځيني هغه کسان چي ځانونو ته استاذان وايي هم په سمه خبره کي نې ونو کوي، د اعتراض ځای پکښي لټوي او په بې ځايه تبصرو او اګر مګر شک او ترديد پکښي رامنځ ته کوي.

په دې ورځو کي د يوې پاکستانۍ مظلومي او عاجزي، بې دفاع  متخصصي ډاکټري عافيې صديقي، کومه چي د امريکې په زندان کي د غم غوسې او کړاوه ډکي شپې تېروي، د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته د ليک استولو خبره رسنيزه سوې ده.

ما د خپل دين د ادا کولو په موخه او په دې هيله چي ګوندي دغي مظلومي ته د ضمير درلودونکو او ويښو زړونو د خاوندانو پام ورواوړي، مسلمان واکمنان پر غيرت راسي او د هغې د خوشي کولو لپاره څه هلي ځلي وکړي نن ټکي آسيا ته د (يو مهال يوې مسلماني د ”وامعتصماه“ چيغي وهلې او اوس بله مسلمانه د ” واعمراناه “چيغي وهي) تر سرليک لاندي يوه مقاله ولېږله. د مقالي تر خپرېدو وروسته يوه  ورور، چي له ډېري بې کارۍ څخه هر وخت لکه انټرنيټي وايرس د ليکوالو پر ليکنو باندي په بې ځايه څرګندونو سره بريدونه کوي، زما تر دغي مقالې لاندي په کمينټ کي داسي شک اچوونکي خبري ليکلي دي: (زه نه پوهیږم ، مسلمانو بندیانو ته له مرګ ، شکنجو او بی عفتیو څخه د ژغورنی دپاره د کلیمی ویلو یا له اسلام څخه د انکار کولو جواز هم لری. مګر په خوله نه په زړه.پاکستانی خور خو عمران خان ته لیک لیږلی چه د امریکایانو له خونړو منګلو یی وژغوری او که دا یی په خوله هم ویلی چه ای عمران خانه او یا هغه بلی خور ویلی وی چه ای معتصم باالله مونږ وژغوره ، په عادی شرایطو کی ماته ناسمه شکاری ، د نجات غوشتنه باید له خالق لایزاله وشی).

لکه دغه ورور چي ليکلي دي : (زه نه پوهیږم) زه هم نه سوم پوه چي د دغه استاد صاحب له دغسي ګډو وډو جملو له راوړلو څخه څه موخه ده؟ آيا غواړي ما سرزنش کړي او په کفر مي ونيسي او که دغه ډاکټره؟

ځيني نورو بيا دغه تاريخي کيسه ګردسره غلطه او جعلي ګڼلې ده ؟!

دې خبرو زه اړ کړم چي د دغو دواړو دوستانو د قناعت لپاره څه څرګندوني وکړم.

لومړی د وامعتصماه موضوع :

درنو لوستونکو ته عرض دی چي د ”وامعتصماه “  او دغسي نوري نارې د عربي ژبي اسلوب دی. دې ته عرب ندبه او تحسر (ژړا او افسوس، يا زموږ په اصطلاح ساندي) وايي. دا د څه غوښتنه، دعا او استغاثه نه بلل کيږي.

په اسلامي ادبياتو کي ” وامعتصماه “ ته ورته کلمات بېخي ډېر ليدل کيږي، لاندي يې څو مثالونه وړاندي کوو:

حضرت انس رضي الله عنه وويل: کله چي د پيغمبر صلی الله عليه وسلم ناروغي زياته سوه، نو بې سده سو، دغه مهال بي بي فاطمې علیها السلام وويل: وۍ – وۍ (وای) زما د پلار پر دې درد او رنځ . پیغمبر صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: تر نن ورځي وروسته ستا پر پلار څه درد او ګړاو نسته. بيا کله چي پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفات سو فاطمې بي بي وويل: ای پلاره ! ( يَا أَبَتَاهُ ) ای هغه څوکه چي د هغه پالوکي څښتن بلنه دي ومنله چي غوښتی يې وې! ای هغه پلاره چي فردوس جنت مو ځای دی ! ای پلاره ! ستا د مړيني خبر جبرائيل ته رسوو. بيا کله چي پيغمبر صلی الله عليه وسلم خاورو ته وسپارل سو بي بي فاطمې انس رضي الله عنه ته وويل: آيا ستاسي زړونو د دې طاقت درلود چي پر رسول الله صلی الله عليه وسلم خاوري وشيندئ.

د حديث اصل عبارت دغه دی:

عَنْ أَنَسٍ، قَالَ: لَمَّا ثَقُلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ جَعَلَ يَتَغَشَّاهُ، فَقَالَتْ فَاطِمَةُ عَلَيْهَا السَّلاَمُ: وَا كَرْبَ أَبَاهُ، فَقَالَ لَهَا: «لَيْسَ عَلَى أَبِيكِ كَرْبٌ بَعْدَ اليَوْمِ» ، فَلَمَّا مَاتَ قَالَتْ: يَا أَبَتَاهُ، أَجَابَ رَبًّا دَعَاهُ، يَا أَبَتَاهْ، مَنْ جَنَّةُ الفِرْدَوْسِ، مَأْوَاهْ يَا أَبَتَاهْ إِلَى جِبْرِيلَ نَنْعَاهْ، فَلَمَّا دُفِنَ، قَالَتْ فَاطِمَةُ عَلَيْهَا السَّلاَمُ: يَا أَنَسُ أَطَابَتْ أَنْفُسُكُمْ أَنْ تَحْثُوا عَلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ التُّرَابَ. بخاري شريف، کتاب المغازي، باب مرض النبي صلى الله عليه وسلم ووفاته، ۴۴۶۲شمېره حديث.

عايشه بي بي رضي الله عنها وايي: حضرت ابوبکر رضي الله عنه د پیغمبر صلی الله عليه وسلم تر مړيني وروسته د هغه د سترګو په منځ کي خوله کښېښوده او لاسونه يې د هغه پر دواړو ټېکونو کښېښوده او چيغي يې کړې: «وَانَبِيَّاهْ، واخَلِيلَاهْ، وَاصَفِيَّاهْ»( ای پيغمبره ! ، ای د الله دوسته ! او ای د لوی څښتن غوره څوکه!)

د حديث اصل عبارت دغه دی:

عَنْ عَائِشَةَ، أَنَّ أَبَا بَكْرٍ دَخَلَ عَلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَعْدَ وَفَاتِهِ، فَوَضَعَ فَمَهُ بَيْنَ عَيْنَيْهِ، وَوَضَعَ يَدَيْهِ عَلَى صُدْغَيْهِ، وَقَالَ: «وَانَبِيَّاهْ، واخَلِيلَاهْ، وَاصَفِيَّاهْ» وګورئ مسند احمد او د احاديثو نور کتابونه او دغه حديث، حديث پوهانو صحيح بللی دی.

همدارانګه حضرت علي رضي الله عنه د حضرت عمر تر مړيني وروسته، د حضرت عمر په هکله د ابي خثمة د لور د خولې خبري بيان کړي دي، په دغو خبرو کي څو واره هغې ويلي دي چي :” وَاعُمَرَاهُ “ ( وګورئ د ابن شبة تاريخ المدينة ۲/ ۹۱ مخ).

دغه راز په تاريخ طبري کي وايي چي عمرو بن العاص د حضرت عثمان رضي الله عنه پر وژلو باندي داسي ژړل، لکه ښځه چي ژاړي او ويل يې ” واعثماناه “( وګورئ تاريخ الامم والملوک[تاريخ طبري] ۳/ ۵۵۹مخ).

همداراز په انساب الاشراف کتاب کي ليکي چي عايشې بي بي رضي الله عنها او د حضرت عثمان مېرمني نائلې هم د حضرت عثمان رضي الله عنه پر وژلو چيغي وهلې چي : ”واعثماناه واأمير المؤمنيناه“.

په دې هکله مثالونه ډېر دي خو موږ پر همدې بسنه کوو.

پر دې سر بېره د دغو فتواوو متن هم وګورې:

السؤال:

يقول : فضيلة الشيخ وفقكم الله، المرأة المسلمة التي ورد ذكرها في التاريخ وهي أنها قد صاحت فقالت : وامعتصماه ،هل يعتبر ذلك من دعاء الغائبين وهل يكون حجة للمخالفين ؟

الجواب:

(هذه ندبة ، هذه ندبة ، وهذه ما هي بحجة ! امرأة قالت : وامعتصماه يصير دليلا على هدم التوحيد !! ما هو بصحيح هذا!)اهـ.

العلامة الفوزان. فتوى رقم (1828).

المعلمي]ــــــــ[01 – 01 – 09, 04:43 م

بسم الله الرحمن الرحيم

هذا الأثر ليس من الاستغاثة في شيء، لا من المرأة ولا ممن قلدها أو استشهد بقولها!

نعم يجوز استخدام نفس الصيغة في التوسل بضميمة النية، وأما وقد علمنا نيتها فلا.

فالمرأة تستنجد بالمعتصم لا أنها تعتقد سماعه لها أو قدرته على خرق النواميس والسنن الكونية، وإنما لكي يسمعها الناس فيبلغونه خبرها على تقدير ثبوت القصة.

وهي للندبة والتحسر أقرب بل هو المتعين.

ومن يقول ” وامعتصماه ” فإنما يريد التضمين والمشاكلة ولا يريد المعنى البتة.

أي ليس لنا مثل المعتصم.

ويستأنس لهذا الخبر بما في مستدرك أبي عبد الله الحاكم من قول فاطمة رضي الله عنها بعد وفاة النبي صلى الله عليه وآله وسلم (وا أبتاه من ربه ما أدناه، وا أبتاه جنان الخلد مأواه، وا أبتاه ربه يكرمه إذا أتاه، وا أبتاه الرب ورسله يسلم عليه حين يلقاه)وهو مخرج في البخاري بلفظ (يَا أَبَتَاهُ أَجَابَ رَبًّا دَعَاهُ يَا أَبَتَاهْ مَنْ جَنَّةُ الْفِرْدَوْسِ مَأْوَاهْ يَا أَبَتَاهْ إِلَى جِبْرِيلَ نَنْعَاهْ( .

د دغو دواړو فتواوو مطلب دادی چي له وامعتصماه چيغو څخه د دغي ښځي موخه د خپلي عاجزۍ او مظلوميت څرګندول او د دې لپاره چيغي وهل وه چي خلک د دې نارې واوري او معتصم بالله ته يې ورسوي. نه دا چي هغې معتصم له ليري اورېدونکی باله او يا يې عقيده درلوده چي معتصم خارق العاده کارونه کولای سي.

او د دغي ښځي دغه نارې د بي بي فاطمې رضي الله عنها هغو چيغو ته ورته دي چي هغې د نبي صلی الله عليه وسلم تر وفات وروسته وهلې او په دې چيغو کي يې څو واره وويل:” يَا أَبَتَاهْ “(ای پلار جانه !).

او دغه د يوې مسلماني ښځي له خوا د ”وامعتصماه “ نارې او د دغي ښځي د دغو نارو له امله د معتصم بالله له خوا د روميانو سره جګړې ته د مسلمانانو د پوځ لېږل او تر لويي جګړې وروسته د هغه مهال د ډېر لوی ښار نيول او لويي سوبي کول داسي مشهوره او په تواتر ثابته تاريخي کيسه او جګړه ده، چي هيڅ انکار نه سي ځني کېدای. دا تاريخي کيسه د تاريخ له معتبرو کتابونو څخه نه يوه را اخيستې ده، نه دوو او نه درو، بلکي په لسګونو کتابونو، ځينو په مفصله توګه، ځينو په لږ تفصيل او ځينو هم په لنډه توګه بيان کړې ده. د تاريخ هغه کتابونه چي دغه پېښه يې ثبت کړې ده دغه دي:

۱. د قلقشندي مآثر الإنافة في معالم الخلافة

۲. د ابن الأثير الكامل في التاريخ

۳. د أبو الفداء المختصر في أخبار البشر

۴. د ابن الوردي تاريخ

۵. د عبد الملك بن حسين العصامي سمط النجوم العوالي في أنباء الأوائل والتوالي

۶. د أبو عبد الله الحِميرى الروض المعطار في خبر الأقطار

۷. د عاتق بن غيث بن زوير البلادي الحربي معجم الْمَعَالِمِ الْجُغْرَافِيَّةِ فِي السِّيرَةِ النَّبَوِيَّةِ

۸. د محمد بن محمد حسن شُرَّاب المعالم الأثيرة في السنة والسيرة

۹. د أبو المعالي، بهاء الدين البغدادي التذكرة الحمدونية

۱۰. د شهاب الدين النويري نهاية الأرب في فنون الأدب

۱۱. د ابن خلدون تاريخ

۱۲. د ابن العديم بغية الطلب في تاريخ حلب

۱۳. د ابن العماد شذرات الذهب في أخبار من ذهب

۱۴. د ابن جرير طبري تاريخ الامم والملوک

۱۵. د ابن عساکر تاريخ دمشق

۱۶. د علي بن نايف الشحود مشاهير أعلام المسلمين

۱۷. الموسوعة الموجزة في التاريخ الإسلامي

۱۸. د أحمد معمور العسيري موجز التاريخ الإسلامي منذ عهد آدم عليه السلام إلى عصرنا الحاضر

دا خو هغه تاريخي کتابونه دي چي موږ يې نومونه ياد کړه. باور دی چي هم  د عربي ژبي او هم د ډېرو نورو ژبو په تاريخونو کي دغه پېښه راغلې او ثبت سوې ده. پر دې سربېره په سلګونو عالمانو، داعيانو، ليکوالانو او اديبانو په کتابونو، مجلو، مقالو او نورو کي د دغي تاريخي پېښي په هکله يادوني او څرګندوني کړي دي او استناد يې په کړی دی، چي دا ټول د دغه تاريخي روايت پر موثق والي او مستندوالي دلالت کوي او په دې اړه د جعليت ادعا ناسمه او باطله جوتوي. الله سبحانه دي موږ ته بصيرت راکړي چي هر څه د عقل او درايت په تله وتلو او پر دې سربېره دي الله همت او غيرت هم را په برخه کړي چي د ډاکټري عافيې غوندي پېښو او نورو مسايلو کي بې تفاوته او غيرمسؤولانه برخورد ونه کړو، بلکي د يوه باشخصيته او رښتيني مسلمان افغان په حيث تر خپله وسه د ستونزو د هوارۍ کوښښ او هلي ځلي وکړو. وماتوفيقي الا بالله !

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د