مات زړه/ عُقابي جانان

زړه مې مات دی بس يو ته راپاتې يې
ته مې زړه يې ته تر زړه راپاتې يې

زه له ډېرو ځينې ورک يم نادرک يم
خو بس ته لکه باڼه راپاتې يې

خوشی ژوند دی بل مې هيڅوک غږ نه اوري
يو تۀ هیله او اسره راپاتې يې

په هرچا کې څه نه څه ملاوټ شوی
خو تر اوس تۀ سوچه راپاتې يې

هر پړاو کې دې زما ملګرتيا کړي
ګام په ګام لکه سايه راپاتې يې

د زړه پام مدام په تا غلته ومه
ګرانه ياره مشغوله راپاتې يې

يار لرمه د بل چا ضرورت نشته
ته يو داسې بهانه راپاتې يې

“عُقابي جانان” دې وايم ترنم کې
لکه مسته شان ټپه راپاتې يې