د ولسي جرګې د ټاکنو په پایلو کې د روڼتیا په اړه شته اندېښنې

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

د ولسي جرګې د اوولسمې تقنینې دورې ټاکنې له غزني او کندهاره پرته، د روان لمریز کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شوې. که څه هم له یادې شوې نېټې یوه اوونۍ وروسته په کندهار کې هم د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شوې؛ خو په غزني کې به دغه ټاکنې له را روانو ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای ترسره کیږي.

که څه هم په لومړیو کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي وو چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به د روان لمریز کال د لړم په ۱۹مه او وروستۍ پایلې به یې د لېندۍ په ۲۹مه نېټه اعلان شي؛ خو تېره اوونۍ د ټاکنو کمیسیون د ولسي جرګې د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه تر دوو اوونیو وځنډوله. له دغه ځنډ سره داسې شکونه او اندېښې را ولاړې شوې دي چې ګواکې د پایلو په اعلان کې دغه ځنډ په ټاکنیزو کمیسیونونو کې د درغلیو او ځینې پټو سیاسي معاملو د ترسره کولو لپاره راغلی دی.

دا چې د ټاکنو په پروسه کې کومې تخنیکي او عملیاتي ستونزې موجودې وې، د ټاکنو د وروستیو پایلو په اړه د پټو سیاسي معاملو او درغلیو په اړه شته شکونه او اندېښنې څه دي، د ولسي جرګې اوولسمې تقنیني دورې ته به څه ډول کسان راځي او د ولسمشرۍ په ټاکنو به د ولسي جرګې د ټاکنو اغېزې څه وي؟ هغه پوښتنې دي دلته یې د ځوابولو هڅه شوې ده.

 په ټاکنو کې تخنیکې او عملیاتي ستونزې

د ولسي جرګې ټاکنې له درې کلن ځنډ وروسته، داسې مهال ترسره شوې چې له یوې خوا په هېواد کې د ناامنۍ له کبله د رایه ورکونې په شرایطو برابر هر افغان په‌کې ګډون ونه شو کړای او له بلې خوا په پوره توګه له بې‌نظمۍ او درغلیو سره هم مل وې.

په دغو ټاکنو کې د تخنیکي او عملیاتي ستونزو په اړه لاندې ټکي د یادونې وړ دي:

لومړۍ؛ د کابل په ګډون د هېواد په هغو سیمو کې چې امنیتي وضعیت یې نسبتاً ښه و، پام وړ خلکو په ټاکنو کې ګډون درلود؛ خو په دغو سیمې کې یوه لویه ستونزه د ټاکنو کمیسیون د کار مدیریتي ضعف و. د ټاکنو په لومړۍ ورځ په ډیری سیمو کې د رایې ورکونې مرکزونه په ځنډ سره خلاص شول چې له امله یې ټاکنې دویمې ورځې ته هم وغځېدې، د رایه ورکوونکو لیستونه هم د یوه سایټ په ځای بل سایټ ته لیږل شوي وو، چې له کبله یې ډیری کسانو په لیست کې د نوم د نه موجودیت له کبله رایه ونه کاروله، د بایومټریک ماشینونو ستونزې او په سم ډول کار نه کول او یا هم د بایومټریک ماشینونو پر کارونې د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکو او عامو خلکو نه پوهېدل او دې ورته نورې هغه ستونزې وې، چې دغه پروسه یې له ننګونو سره مخ کړې وه.

دویم: د ټاکنو په ورځو کې بې‌نظمي او پراخه درغلي هغه څه وو، چې په اړه یې د ټاکنو څارونکي بنسټونه لا هم اندېښمن دي. د ستراتيژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز د معلوماتو پر بنسټ، په ډیری سیمو کې چې د ناامنۍ له کبله هیڅ رایه نه ده په کې کارول شوې؛ خو د همدې سیمو د رایو صندقونه د پیسو په بدل کې تر کمیسیونه ډک را رسېدلي دي. د بېلګې په توګه د کندوز ولایت په تاله او برفک ولسوالۍ کې پرته له دې چې څوک دې په ټاکنو کې برخه واخلي د یوه قومندان له لوري د مشخص نوماند په ګټه ۷۰۰۰ رایې کارول شوې دي. يا هم د وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې له دوو داسې کلیو څخه ۳۵۰۰ رایې حساب شوې دي، چې اصلاً هلته نه مرکز وجود درلود او نه هم چا رایه کارولې ده. دې ته ورته د هېواد په مختلفو سیمو کې یا رایې په پیسو خرڅې شوې دي، یا د سیمه‌ییزو زورواکو او قومندانانو په واسطه مشخصو نوماندانو ته صندوقونه ډک شوي او یا هم له کمیسیونه ځینو سیمو ته چې هلته د ناامنۍ له امله خلکو رایه نه شوه کارولی، ټاکنیز مواد په پوره توګه نه دي لیږدول شوي، بلکې په کمیسیون کې د ننه د ځینو نوماندانو په ګټه صندوقونه ډک شوي دي.

 د مهندسۍ تورونه

د ټاکنو له ترسره کېدو وروسته کله چې د رای‌پاڼو صندوقونه بېرته د هر ولایت د ټاکنو کمیسیون ولایتي دفتر او بیا مرکز ته ولیږدول شول، د کمیسیون د ننه یو ځل بیا د لاسوهنو په اړه د نوماندانو د ناظرینونه غږ پورته شو او په دې اړه شکونه له دې امله هم را پیدا کیږي، چې د ټاکنو پایلې په میاشتو نه اعلانېږي او د پایلو په اعلان کې همدا ځنډ په لوی لاس فساد او درغلیو ته د زمینې برابرولو په اړه شکونه پیدا کوي.

د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز د معلوماتو پر بنسټ، د رایو د شمېر په پروسه کې هم د ځینو مشخصو کاندیدانو په ګټه لاسوهنې کېږي. د چا رایې زیاتېږي او د چا کمیږي. د زیاترو نوماندانو ناظرین شکایت کوي او وایي کوم لیستونه چې له مخې یې دوی د رایې ورکونې په مرکزونه کې د خپلو نوماندانو رایې شمېرلې وې، د رایو اوسنی تعداد یې هغه نه دی. دغه راز دوی وایي د رایې ورکونې په مرکزونو کې چې د رایو د صندوقونو د قلفونو کوم کوډ نمبرونه له ځان سره نوټ کړي دي، اوس د هغو صندوقونو د قلفونو کوډ نمبرونه تغییر شوي دي او ښکاره ده چې په صندوقونو کې لاسوهنه شوې ده.

مرکز ته د رسېدولو معلوماتو پر بنسټ ویل کیږي د ټاکنیزو کیمسیونونو د ننه د ولسي جرګي په ټاکنو کې د بریا په بدل کې د پیسو معامله له پنځه لکه ډالرو نیولې بیا تر یو نیم میلیون ډالرو پورې رسېږي. دغه وضعیت هغه نوماندان چې پیسې نه بلکې یوازې د ولس ملاتړ له ځای سره لري، د ټاکنو وروستیو پایلو ته خورا اندېښمن کړي دي.

پر دې ټولو سربېره، داسې ګنګوسې هم شته چې د یو شمېر مشخصو نوماندانو د بریا لپاره ارګ هم هلې ځلې کوي، ترڅو د دوی د خوښې کسان ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي او بیا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ارګ د اوسني ټیم په ګټه کار وکړي.

څوک به ولسي جرګې ته ځي؟

د ولسي جرګې په ټاکنو کې څه باندې دوه نیم زره کسانو ځانونه نوماند کړي دي. په دغه ډله کې د ټولنې د مختلفو طبقو او فکرونو خلکو حضور درلود؛ خو دا چې څه ډول کسان به ولسي جرګې ته لاره ومومي د مرکز د شنونکو په اند، شته وضعيت ته په کتلو سره به لاندې ډول نوماندان دغې جرګې ته لاره ومومي:

لومړی؛ د ولسي جرګې په ټاکنو کې به یو شمېر هغه کسان بریالي شي چې په راتلونکي کې د امریکا او حکومت ګټو ته ژمن وي. ځکه حکومت نه غواړي داسې یوه ولسي جرګه ولري چې په راتلونکي کې ورته درد سر واوسي.

دویم؛ د یو شمېر سیاسي او جهادي ګوندونو نوماندان د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بریا خپلولو بله طبقه ده. ځکه دغه کسان هم له سیاسي او هم له مادي ملاتړ څخه برخمن دي، چې ښایي د سیاسي معاملې پر بنسټ یې تر ولسي جرګې ورسېږي.

درېیم؛ په درېیم قدم کې ولسي جرګې ته د تګ چانس تر ډېره له زورواکانو، سرمایه داره یا سوداګرو کسانو سره دی. دوی هڅه کوي چې په هره ممکنه لار ځان ولسي جرګې ته ورسوي، ترڅو د خپلو سرمایو د خوندي کولو او لا زیاتولو په موخه سیاسي ملاتړ هم له ځان سره ولري.

څلورم؛ له یادو شوو درېیو ډلو هاخوا څلورمه ډله ښایي هغه لږ شمېر کسان د ولسي جرګې غړي شي چې په ریښتنې توګه یې وړ دي او غواړي پرته له کومې شخصي ګټې د خپل ولس استازولي او د هېواد خدمت وکړي.

پر ولسمشریزو ټاکنو د ولسي جرګې د ټاکنو اغیز

د ولسي جرګې په ټاکنو کې له یوې خوا درې کاله ځنډ او له بلې خوا په داسې بې‌نظمۍ او درغلۍ سره یې ترسره کول، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کمزوري مدیریت او کم ظرفیتۍ ښکاره بیان دی.

د ولسي جرګې په ټاکنو کې د شته ستونزو له امله پر کمیسیون او دغه پروسه د خلکو باور خورا زیانمن شوی دی. د ټاکنو کمیسیون که چېرې د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو په اعلان کې وروستۍ ټاکل شوې نېټې څخه نور هم ځنډ وکړي او په دغه پروسه کې د فساد خبره لا را ښکاره شي، د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کېدو باور به پرې سخت شي.

د ولسي جرګې په ټاکنو کې د هېواد په زیاتره ښارونو او سیمو کې خلک له ټولو امنیتي ګواښونو سره سره رایه ورکونې ته راووتل، لسګونه تنه یې د چاودونو او برېدونه له امله مړه او ټپیان شول؛ خو که چېرې د کمیسیون له لوري د دغو کسانو رایو ته احترام ونه شي او له ناپاکو رایو سره یې یو ځای کړي، یو خو یې په حق کې ظلم دی او بل دا چې نور نو بیا دغه خلک پر کمیسیون باور نه شي کولی او نه هم بل ځل په داسې شرایطو کې د رایې ورکونې په موخه له خپل کوره را وځي.

پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د