طالبان: د کمال خان او سلما بندونو د ساتنې امر راته شوی

نن ټکی اسيا ‍(چهار شنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۷): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوې تازه خبرپاڼې کې ویلي چې ددوی مشر له خوا طالبانو ته امر شوی چې د سلما او کمال خان بندونو په شمول د هیواد د ټولو ټولګټو پروژو ساتنه وکړي او بل چاته هم اجازه ور نه کړي چې د هیواد ملي سرمایې ته زیان ورسوي.

نوموړي دغه خبرپاڼه نن ټکی اسیا ته را لیږلې او ویلي يې دي چې له تېرې ورځې راهیسي ځیني رسنۍ تبلیغ کوي چې ګواکي طالبانو په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند پر ساتونکو برید کړی او بندر ته د زیان اړولو په لټه کې دي.

نوموړي ویلي چې دا هسي پروپاګند دی، تېره ورځ د نیمروز په چاربرجک ولسوالۍ د بندر په نوم سیمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په نښته کې ۱۲ تنه عسکر ووژل شول او وسلې یې طالبانو غنیمت کړې.
د قاري یوسف په وینا دغه جګړه د کمال خان بند څخه په ډېره فاصله کې را منځته شوې او د کمال خان بند ته د زیان اوښتو هیڅ احتمال نشته.

کمال خان بند په چهاربرجک ولسوالۍ کې موقعیت لري چې په نیمروز ولایت کې تر ټولو لوی او مهم بندر دی او اوس یې د جوړېدو دریم پړاو تر کار لاندي دی، ددغه بند د تکمیل په صورت کې به د نیمروز ولایت ۸۰ زره هکټره ځمکه خړوبه شي او تر ۹ میګاواټه پوري برېښنا به تولید کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د