دفاع وزارت وايي د غزني جګړې ته يې تازه ځواکونه لېږلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳لړم، ۱۳۹۷ل): د دفاع وزارت وايي د غزني په مالستان او جاغوري ولسوالۍ کې د جګړې د ګرمېدو لپاره يې تازه ځواکونه سیمې ته لېږلي دي.

هغوی چې له نږدې څو ورځو راهیسې ورته دعوې کوي، خو د سیمي اوسېدونکي وايي طالبان د ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي او لارې هم د دوی په واک کې دي.

غزني ښار ته را رسېدلو ځايي اوسېدونکو یوه خصوصي تلویزون ته په خبرو کې ويلي، چې طالبان د مالستان زوړ بازار ته را رسېدلي او لاره کې يې هم د پلټنې په موخه د دوی موټر درولی دی.

تېره ورځ طالبانو د مالستان ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړ، خو مرکزي حکومتي چارواکي يې دعوه ناسمه بولي.

د مالستان ولسوال ضامن علي هدایت ازادي راډیو ته ویلي چې امنیه قومندانۍ او د ولسوالۍ ودانۍ تر بریدونو لاندې دي او طالبانو په ۳۰۰ مترۍ کې ورته سنګر نیولی.

د ملي دفاع وزارت ویاند جاوید غفور احمد بیا دعوه کوي چې وضعیت کنټرول دی او په وینا يې پخپله ولسمشر دا حالات تعقیبوي.

طالبانو په دې سیمو کې د جګړې له پیله پر ولس غږ کړی چې د دوی د سر، مال او عزت ساتنې مسؤلیت د دوی پر غاړه دی او باید ډاډه واوسي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د