
ميدان وردګ: دولس امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳لړم، ۱۳۹۷ل): د ميدان وردګ ولايت په سيد اباد ولسوالۍ کې په يوې امنيتې پوستې د طالبانو په بريد کې ۱۲ سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ميدان وردګ د امينه قومندانۍ وياند حکمت الله دراني رسنيو ته ويلي دي چې طالبانو تيره شپه د سيد اباد ولسوالۍ په «منګلي» سيمه کې د عسکرو په پوسته بريد وکړ چې له امله يې ۹ سرتيري وژلي او درې نور ټپيان کړي دي او طالبانو پوسته نيولې ده.
درانې وويل چې سيمې ته نور تازه دم سرتيري رسېدلي او د پيښې سيمه ېې په خپل کنټرول کې اخيستې ده.
د ميدان وردګ د ولایتي شورا غړي حاجي احمد جعفري وويل چې په دې ولسوالۍ د طالبانو د نورو بريدونو امکان هم شته دی.
بل لور ته د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد هم ويلي دي چې د سيد اباد ولسوالۍ په جګړه کې يې ۳۳ سرتيري وژلي دي او يوه اندازه وسله يې هم نيولې ده.
سيد اباد د ميدان وردګ ولایت يوه نسبتاً نا امنه ولسوالي ده چې ډيری وخت ورڅخه د جګړو راپورونه ورکول کيږي.
څو مياشتې وړاندې هم طالبانو د سيد اباد ولسوالۍ په مرکز بريد کړی و چې له امله يې ددې ولسوالۍ امنيه قومندان په ګډون ګڼ شمیر امنيتي سرتيري وژلي وو.
د ګډ حکومت په راتګ سره په افغانستان کې امنیتي وضعيت تر بل هر وخت د ترينګلتيا لوري ته روان دی چې له امله يې د امنيتي ځواکونو په تلفاتو کې هم زياتوالی راغلی دی.
وړمه ورځ د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني د واشنګټن يو پوهنتون غونډې ته په خبرو کې ويلي وو چې په تيرو څلورو کلونو کې څه له پاسه ۲۸ زره افغان عسکر په افغانستان کې وژل شوي دي.