نيويارک ټايمز: سعودي حکومت د حرمينو منبرونه د خپلو ګټو لپاره کاروي

نن ټکی اسيا ‍(چهارشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۷):سعودي چارواکي له ډېر وخته خپل مشروعيت   د مکي او مدني حرم د امامانو د خطبو له لارې په نړۍ کې ساتي، په دې وروستيو کې يې د خپل ځان او نظام دفاع لپاره د حرمينو د امامانو کارول دومره ډېر کړي، چې غربي رسنيو هم پرې نيوکې کړي دي.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په خپل تازه مطلب کې ليکلي، هر سعودي پاچا ځان خادم الحرمين بولي، د حرمينو امامان يې تل د خپل واک او مشروعيت ترلاس کولو لپاره کارولي دي.

د حرمينو مشر امام شيخ عبدالرحمن السديس په ګډون يو شمېر نور علما هم په خپلو خطبو کې د سعودي پاچا او ولي عهد ستاينې کوي، د هغو کړنې د اسلام په رڼا کې بولي او چې څومره علماء يې بنديان کړي يا وژلي او يا يې هم د اسلامي احکامو پر ضد څومره کړنې پيل کړي، د حرمينو امامان پرې تر ډېره سترګې پټوي.

نيويارک ټايمز ليکلي، د تېر اکتوبر په ۱۹مه شيخ عبدالرحمن السديس د يوې ليکل شوې وينا له مخې ولي عهد محمد بن سلمان د دې پېړۍ مجدد وباله او هغه يې د امت او ټولنې د اصلاح الهي ډالۍ ياد کړ.

د شيخ عبدالرحمن السديس د خطبې موخه دا ویل کيږي، چې د جمال خاشقجي د وژنې له امله د هغه د واک مشروعيت په کور دننه او نړيواله کچه له ګواښ سره مخ کېدونکی ښکاري او د شيخ سديس په څېر علماء بيا د پاچا سلمان او د هغه د زوی په ملاتړ څرګندونې کوي.

د شيخ سديس وينا، چې په ټوله نړۍ کې  يې ميليونونه مسلمانان اوري، د دغې خطبې پر مهال يې پر ټولو مسلمانانو غږ وکړ، چې د ولي عهد محمد بن سلمان پر ضد پر رسنيزو تبليغاتو باور ونه کړي او هغه يې يو اړخيز درواغ بللي دي.

نيويارک ټايمز زياته کړې: سره له دې، چې د حرم ټول امامان د سعودي حاکمانو په ملاتړ ويناوې او خطبې ورکوي، خو تر اوسه هېڅ خطيب حاکم ته مجتهد او مجدد نه دي ويلي، خو دا جرئت يوازې شيخ عبدالرحمن السديس کړی دی.

شیخ سديس تر دې وړاندې د سعودي او قطر د بحران پر مهال هم په تراويحو لمونځ کې قطر د ترهګرۍ ملاتړی هېواد بللی و او ښېرا يې ورته کړې وې، همدرانګه څه موده وړاندې يې د يوې ليکلې خطبې پر مهال يې په افغانستان کې د جګړې پای ته رسولو باندې ټينګار وکړ، خو د امریکايي اشغال او د جګړې اصلي لامل په اړه يې څه نه دي ويلي.

د حرم په امامانو کې د شيخ صالح آل طالب په  څېر علماء هم پيدا کېږي، چې د بن سلمان تګلاره يې د اسلامي دين څرګنده دښمني بللې او د هغه پر وړاندې يې د ټينګ درېدو ژمنه کړې و، خو سعودي چارواکو دغه عالم نيولی او تېرو څو مياشتو راهيسې يې د ژوند او مرګ درک نه لږيږي.

سعودي ولي عهد له تېرو دوو کلونو راهيسې په هېواد کې د ديني علماوو د نيولو لړۍ پيل کړې، د امر بالمعروف څانګې پوليس يې هم لغوه کړي، په هېواد کې يې موسيقي، قمار، سينما، د ښځو موټر چلولو او ورته نورو چارو ته يې په عامه توګه اجازه ورکړې، خو په ديني چارو او علماوو يې بنديزونه زيات کړي او هغه علماء هم بنديانوي، چې د حاکم په ملاتړ څرګندونې نه کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د