کابل: د داعش ډلې درې غړي نيول شوي

نن ټکی اسيا ‍(چهارشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۷): د افغانستان ملي امنيت اداره وايي چې په کابل ښار کې يې د داعش وسله والې ډلې درې تنه غړي نيولي دي.

د ملي امنيت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د داعش دا درې تنه غړي د نورو هيوادونو دي چې افغانستان ته راغلي وو او د ملي امنيت له لوري د کابل په ښار کې ونيول شول.

خبرپاڼه کې د نيول شويو کسانو هويت څرګند شوی دی او د نورالله، نور محمد او محمد افضل په نامه د ترکيې، تاجکستان او پاکستان هيواد وګړي ښودل شوي دی.

تر اوسه په دې اړه د داعش ډلې څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندې په ننګرهار ولایت د عبدالخالق په نامه ددې ډلې يو مشر هم په يو هوايي بريد کې وژل شوی و.

داعش ډله چې د ننګرهار ولایت شينوارو سيمه کې فعاله ده وخت په وخت يې په سيمه کې خلک له ناوړه چلند او ولسي خلکو د ځورونې او وژلو له امله شکايت کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د