کندهار: تادين خان په لومړي ځل یوې رسنۍ سره خبرې کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۳لړم، ۱۳۹۷ل): وروسته له هغه چې د کندهار ولايت مقام کې ددې ولايت امنيه قومندان ووژل شو پر ځای يې د نوموړي ورور تادين خان د کندهار د امنيه قومندانۍ د سرپرست په توګه وټاکل شو.

شاوخوا پنځه ويشت ورځې مخکې تادين خان د قومندان رازق له مرګ وروسته د يو نظامي قومندان په توګه د کندهار په دولتي ادارې کې ځای په ځای شو، چې له لومړۍ ورځې تر اوسه يې هيڅ يوې رسنۍ سره مخامخ خبرې نه وې کړې.

څه موده وړاندې چې په کندهار کې طلوع تلويزيون د قومندان رازق د وژنې په اړه د يو مستند فلم د جوړيدو کار پيل کړی و، د طلوع خبريال هم له نوموړي څخه په ټينګه غوښتي وو چې د کامرې مخ ته دې د قومندان رازق په اړه په لنډه توګه خپل نظر وړاندې کړي، خو نوموړي انکار کړی و.

د کندهار یوې سيمه ييزې راډيو سره په يوه ويډيويي مرکه کې چې د نوموړي لومړۍ مرکه ګڼل کيږي په لومړي ځل وغږېده او د ډېرو ورځو چوپتیا يې ماته کړه.

نوموړي په نسبتاً غلي او کرار غږ خبرې کړي دي او وايي چې د قومندان رازق لاره به تعقيبوي او د خپل ورور انتقام به اخلي.

هغه په خپلو خبرو کې ويلي دي چې موږ الله ته نژدې يو او پنځه وخته لمونځ د الله د رضا له پاره کوو او چاته سرنه ټيټوو.

تادين خان وايي چې د کندهار په ټولو ادارو کې هماغه پخواني دولتي کارمندان دي او زياته يې کړه چې دوی به ورسره ډیره همکاري کوي او په وينا يې ځکه چې صحنې ته نوی راغلی دی.

هغه خپلو مخالفينو ته ګوتڅنډنه وکړه چې په هيڅ ځای کې به ورڅخه خلاص نه شي او چې هر ځای وي دوی به ځان ور رسوي.
نوموړي د خبريال د هغه پوښتنې په ځواب کې چې د جنرال رازق د وژنې په اړه پلټنې روانې دي که څنګه ؟

هغه وويل چې د قومندان رازق د وژنې په اړه پلټنې هم روانې دي او زمونږ کار هم روان دی خو په ډاګه يې نه کړه چې نوموړي څه روان کړي دي.

تر دې وړاندې په ټولنيزو رسنیو کې د نوموړي په اړه ويل کېدل چې نوموړی بې جرئته دی او هيڅ د جنرالۍ او نظامي چارو په مديريت نه پوهيږي چې ممکن له همدې امله خاموش پاتې وي او ځينو يې لا په دې اړه شک کاوه چې نوموړی ګونګی دی.

د جنرال رازق له مرګ وروسته کندهار ته د ګډ حکومت مشر، اجرائيه رئيس، حامد کرزی، عطا نور او ګڼ نور دولتي چارواکي د قومندان رازق غمرازۍ ته ورغلل خو په دې ټولو غونډو کې تادين خان هيڅ خبرې ونه کړې.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دې ته وائي د ( رشتیا ناوکۍ بازی).
هیله ده چه موږ افغانان د سړو په ډله کی محشور شو او هیله ده چه دښمنان مو د انسانانو په ډله کی محشور شی ، د هغو انسانانو په ډله کی چي چیغی به وهی او وائي به چي کاشکی موږ انسانان نه وای او حیوانان وای چه د حساب او کتاب د معاملې څخه معاف وای.

خلیل
میلمه
خلیل

هسی نه چی ډیر هوښیار وی؟