امریکا په افغانستان کي په خټو کي بنده ده، خو د فرار په حالت کي ده

واحد فقیري

ښاغلی بینګ ویسټ د جمهور ریس رېګن په حکومت کي د دفاع وزارت مرستیال وو. هغه د نومبر پر ۱۳ لیکي د ۲۰۰۱ په ژمي کي قریب لسو زرو امریکايي مرین عسکرو، سیا، او خاصو قواوو طالبان او القاعده په ډېر لنډ وخت کي مات کړل. پدې جنګ کي تلفات کاملا یو طرفه ول. خو سمدستي زموږ عالي رتبه مامورینو دوه تباه کونکی تصمیمونه ونیول.

اول، جنرال ټامي فرانکس، څوک چي د امریکايي اشغالګرو قواوو قومندان، وو، اجازه ور نه کړه چي امریکايي خاص عسکر اسامه بن لادن او د هغه ملګري په توړه بوره کي محاصره او ختم کړي. جنرال فرانکس همدا مهم امر بې باوره افغان جنګسالارانو ته ور تحویل کړ، او هغوی اسامه بن لادن ته اجازه ورکړه چي له افغانستانه په تېښته ووځي. دوهم، لدې کاري ګوزار راوروسته طالبانو غوښتل چي د امریکا په زور د نصب سویو افغان چارواکو سره موافقه وکړي او تسلیم سي. خو د دفاع وزیر ډانلډ رمزفیلډ سمدستي د افغانانو تر مینځ همدا روغه جوړه شنډه کړه. طالب مشران مجبوره سول چي پاکستان ته پناه یوسي، او باقي پاته طالب جنګیالي په کلیو او بانډو کي خواره واره سول.

پدې وخت کي، زموږ نظامي او ملکي مشرانو فیصله وکړه چي یوه قبایلي جامعه چي په ۱۷ قرن کي ئې ژوند کاوه، په یوې تپانده دیموکراسي باندي بدله کړي. زموږ مرین جنګیالي د دولت – ملت د جوړولو طراحان سول. خو نتیجه یو عبث او قیمتي ۱۷ کلن جنګ سو چي څه د پاسه څلور زره امریکايي عسکر او قراردادیان په کښې مړه سول، او تقریبا یو ټریلیون ډالره خساره راورسېدله.

په ۲۰۰۱ کي دوه حیاتي تصمیمونه — القاعدې ته اجازه ورکول چي وتښتي، او بل د طالبانو سره د قوت له موضع څخه مذاکرات نه کول، سطحي او واقعا خطرناکه فیصلې وې. اوله غلطه فیصله زموږ څلور ستوري جنرال فرانکس وکړه، او دوهمه زیانمن تصمیم زموږ ملکي د دفاع وزیر رمزفیلډ ونيو. دواړو دا مهمي فیصلې په یوازي سر وکړې،‌ او د بل چا سره ئې سلا مشوره و نه کړه. دواړو ځانته د دې زحمت ور نه کړ چي د نورو ماهرانو سره دا خبره شریکه کړي، او د هغوی نظر هم وپوښتي.

اوس نو، نن ورځ موږ چیري یو؟ په افغانستان کي زموږ فعلي قومندان جنرال میلر وايي «دا جنګ نظامي حل نه لري.» مانا موږ جنګ نه سو ګټلای، خو طالبان هم موږ په انتظار نه سي ماتولای. دا یوه غلطه فرضیه ده.

نن سبا، د افغانستان په کشاله کي د امریکا او طالبانو نقش او رول سرچپه سوی دئ. په ۲۰۰۱ کي، طالبانو غوښتل چي مذاکرات وکړي، خو موږ د هغوی غوښتنه ور رد کړه. ځکه موږ باور لاره چي هغوی تروریسټان دي،‌ او موږ لوبه ګټلې ده. په ۲۰۱۸ کي، موږ غواړو چي د طالبانو سره مذاکرات وکړو،‌ خو اوس هغوی انکار کوي. البته دا باید زیاته سي چي طالبان د افغان ټولني سرطان دئ، خو میکروب نه دئ چي نورو ته سرایت وکړي، او یوه ساري او عمومي وبا ترې جوړه سي. لنډه دا چي په افغانستان کي زموږ هدف نور د یوې باثباته دیموکراسي جوړول نه دئ، بلکي زموږ هدف دا دئ چي یوه داسي د فرار لاره پیدا کړو چي د ویتنام د تاریخي شرم له تکرار څخه ځان بچ وکړو، او دېته مجبوره نه سو چي د کابل د سفارت له بامونو څخه په هلیکوپترو باندي ځړېږو، او له افغانستانه د هوايي پل او دهلیز لاري په بې آبۍ سره راووځو.

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

فقیری صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنۍ ! ستاسی دا چه تاسی د انسانیت او افغانیت دشمنانو چه د څه ناڅه حقایقو ارزونی کړی په پشتو ژبه ژباړی او د افغانانو سره یی شریکوی او کله کله د هغوی په لیکنو ارزونه هم کوی د مننی او ستاینی وړ دی . پشتو کی یو متل دی وایی [ ستاسی قدمونه زمونږ په لیمو ] دا ځل مونږ در سره د امریکا د نظامیانو او یا سیاسیونو په اړه خپل نظریات درسره شریکوم او ارزونه یی کوم : استعمار نوی پدیده نه ده د هابیل او قبیل له وخته چه… نور لوستل »

قیمار باز،څټلی
میلمه
قیمار باز،څټلی

استاد محترم.کولای شی چه روځ کال راته ولیکی ؟چه امریکا کله تیښتی،دا تېښتی نعری سوری خو لس کاله وهی خو تر اوسه امریکا لا نه دتیښتیدلی.

استاد. تیښتیدلی
میلمه
استاد. تیښتیدلی

که چیری رښتیا د امریکا پښه په خټو کی بند وی،نور تیښتی،دا کمک خو به موږ ورسره وکړو پښه به یی خلاصه،په مخه ښه به هم ورسره وکړو،کالی به هم ورسره بار کړو،هسی خلک په دا خبرو مه دوکه کوی،سمی سوله خبری ته امریکا سره کینی،اوس خلک ډیر زیرک شوی دی،