پشاور زلمي سره جفا؛ شاهد افريدي کراچي کينګز هم له پامه وغورځاوه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۷): د پاکستان سوپر ليګ څلورم پړاو بولۍ د روان کال په شلم نومبر ترسره کيږي چې په کې د څلويښت افغان لوبغاړو په ګډون له ۶ سوو زيات لوبغاړي برخه اخلي.

د پاکستان لوبډلې تکړه آلراونډر شاهد افريدي چې نړيوال کرېکټ سره يې مخه ښه کړې اوسمهال يواځې په غوره ليګونو کې ګډون کوي، نوموړی په افغانستان غوره ليګ کې د پکتيا لوبډلې برخه و.

د پاکستان سوپر ليګ چې په لومړي وار په ۲۰۱۶م کال کې د پاکستان کرېکټ بورډ لخوا پېل شو، پنځه لوبډلو ګډون کړی و، چې شاهد افريدي د «پشاور زلمي» لوبډلې لوبډلمشر او تر ټولو مهم لوبغاړی و.

له لومړي پړاو وروسته افريدي د پشاور زلمي لوبډلمشري د ويسټ انډيز آلراونډر ډيرن سيمي ته وسپارله او خپله يې د عام لوبغاړي په حيث په ياده لوبډله کې ګډون وکړ.

په درېيم پړاو کې شاهد افريدي له پشاور زلمي سره د لوبډلې مالک جاويد افريدي چې د نوموړي نږدې خپل هم دی د څه اختلافاتو له کبله لارې جدا او د کراچي کينګز لوبډلې سره يو ځای شو. د نوموړي په دغه کار سره دده مينوال خپه او پر ده يې سختې نيوکې هم وکړې.

وړمه ورځ د نومبر په ۱۳مه د پاکستان سوپر ليګ ساتونکو لوبغاړو پړاو ترسره شو، چې په کې هرې لوبډلې خپل پخواني غوره لوبغاړي په بېلا بېلو کټيګوريانو له ځان سره ونېول، چې تمه کېده شاهد افريدي به د کراچۍ په پلاتينيم لوبغاړو کې وساتل شي.

د شاهد افريدي او مينوالو لپاره يې هغه مهال بوږنونکې وه چې نوموړی د کراچي کينکز لخوا له پامه وغورځول شو، او د ۶۰۰ لوبغاړو سره يو ځای د بولۍ په ليست کې واچول شو.

که څه هم شاهد افريدي ددغه کار تمه نه درلوده خو بلاخره يې په خپله ټويټر پاڼه ددغې خبرې پخلی وکړ، داسې بريښي چې شاهد افريدي به د لاهور قلندرز لوبډله له ځان سره ونيسي.

د يادونې ده چې په ياد ليګ کې د افغانستان لخوا راشد خان په پلاتينيم، محمد نبي او مجيب الرحمن په ډائمنډ او نور لوبغاړي په ګولډ او سيلور کټيګورۍ کې د بولۍ لپاره وړاندې شوي دي. دغه سيالۍ به د راتلونکې کال د فرورۍ مياشتې په ۱۴مه نېټه پېل شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د