امنيتي وزيران: تلفات او ګواښونه زيات، خو امکانات لږ دی

نن ټکی اسيا ‍(چهار شنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۷): د افغانستان په ګڼ شمېر ولايتونو کې د طالبانو بريدونو او دولتي عسکرو د مرګ ژوبلې له امله ولسي جرګې نن د امنيتي سکتور وزيران ورغوښتي وو.

د دفاع وزير طارق شاه بهرامي د ولسي جرګې استجوابيه غونډې ته د وروستيو امنيتي پېښو په اړه وويل، چې د طالبانو بریدونه توند شوي، ګواښونه ورځ تر بلې په ډېرېدو دي، خو په مقابل کې يې د دولتي عسکرو امکانات لږ دي.

طارق شاه بهرامي زياته کړه، چې د لږو امکاناتو  سربېره هم هڅه کوي، چې  د مخالفينو بريدونه په شا وتمبوي او د خپلو عسکرو مرګ ژوبله راکمه کړي.

دفاع وزير منلې، چې په کندزو، فاریاب، بغلان، غور، زابل، روزګان، غزني او نورو سيمو کې وضعيت ترينګلی دی، خو د ولسي جرګې غړو ته يې ډاډ ورکړی، چې د غزني جاغوريو او مالستان ولسواليو ته د لوی درستيز جنرال شريف يفتلي په مشرۍ تازه دمي عسکر لېږل شوي او هيله يې ښکاره کړې، چې د طالبانو بریدونه به په شا وتمبوي.

د کورنيو چارو وزير ویس برمک هم د ولسي جرګې غونډې ته وويل، چې عسکر او پوليس په ګډه هڅه کوي، د مخالفينو د بريدونو مخنیوی وکړي او تور يې پورې کړ، چې له طالبانو سره د سيمه ييزو هېوادونو استخبارات مرستې کوي.

دواړو وزيرانو دا هم وويل، چې په روزګان کې د حکيم شجاعي په څېر خپلسرو وسله والو له امله د سيمې  امنيتي وضعيت خراب شوی دی.

د ملي امنيت رئیس معصوم ستانکزی هم د ولسي جرګې استجوابي غونډې ته وربلل شوی و، خو د نامعلو وجوهاتو له امله يې د جرګې غونډې کې ګډون ونه کړ.

د دفاع او کورنيو چارو وزيرانو په د اسې حال کې د امکاناتو د کمښت شکايت کړی، چې د امریکا په ګډون د نړۍ لسګونه هېوادونه له دولتي عسکرو او پولیسو سره هر کال د ميلياردونو ډالرو مرستې سربېره هر ډول پرمختللې وسلې او پوځي روزنه ورکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د