په راپور کې د هر کال د هوايي بريدونو شمير ښودل شوی دی.

امريکا سږ کال په افغانستان له پنځو زرو زيات بمونه غورځولي

نن ټکی اسيا ‍(چهار شنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۷): سږ کال په افغانستان کې د امريکا هوايي بريدونه په تيرو اوولس کلونو کې په بې سارې توګه زيات شوي دي.

د فوربيز ويب پاڼې د امريکا د هوايي ځواک چارواکو له قوله ليکلي دي چې د روان ميلادي کال له پيله د ستمبر د مياشتې تر پايه يې په افغانستان کې يوازې امریکايي عسکرو ۵۲۱۳ بمونه غورځولي دی چې دا د تيرو اوولس کلونو په نسبت تر ټولو زياته شميره ده.

تر دې وړاندې ۲۰۱۰ زيږديز کال په افغانستان کې تر ټولو خونړی کال بلل شوی و چې په هغه کال ۵۱۰۱ بمونه امريکايانو په افغانستان غورځولي وو.

په راپور کې راغلي دی چې ۲۰۱۰ کال د امريکايانو له پاره هم ډېر خونړی و او په هغه کال ۷۱۱ امريکايي عسکر هم وژل شوي وو.

راپور زياتوي چې د هوايي بريدونو د زياتېدو وړانديز د امريکا د دفاع وزير جيمس مټيس کړی او هغه فکر کاوه چې په افغانستان کې به طالبان د هوايي بريدونو له لارې وځپي.

د يادونې وړ ده چې د تيرو کلونو په نسبت روان ميلادي کال په افغانستان کې حالات تر بل هر وخت ترينګلي او نا امنه دي.

په تيرو څو مياشتو کې افغان ځانګړو ځواکونو هم په هوايي بريدونو او شپنيو عملياتو کې ګڼ شمير ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تيره ورځ محمد اشرف غني د امريکا په واشنګټن کې د يو پوهنتون محصلينو ته د وينا پر مهال وويل چې د هغه په دوره کې په ټول افغانسان کې څه باندې ۲۸ زره افغان امنيتي سرتيري وژل شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د