فوټبال: ملي لوبډله د ترکي کلب «انتاليا اسپور» لوبډلې پر وړاندې دوستانه سيالۍ ترسره کوي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۷ل): د افغانستان فوټبال فدراسيون اعلان کړی چې ملي لوبډله د روانې مياشتې په ۱۷مه نېټه د ترکي يوه فوټبال کلب لوبډلې «انتاليا اسپور» سره دوستانه سيالۍ ترسره کوي.

دغه سيالۍ به د افغانستان پر وخت ۳:۳۰ بجې د ترکيې په سرک بلديه اسپور (serik belediyespor stadium) لوبغالي کې پېل کيږي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله ترکيې هېواد ته رسیدلې او هلته يې نن ورځ په ياد لوبغالي کې لومړي تمرينات هم پېل کړي دي.

له دې وړاندې افغانستان لوبډلې د فلسطين لوبډلې پر وړاندې د روان کال زمري میاشتې ۲۸مې نېټې په کابل کې سيالۍ دوستانه ترسره کړه، چې په يو-يو مساوي پای ته ورسېده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د