نظم/ عبدالحنان همت

عبدالحنان همت

د افغان پرسپيره غولي
بیا د نوي ژوندون سا ده
بوډاګانې هيلي پيغلي
هره مېنه په ګډاده

بلبل نوى ماليار نوى
هرڅه نوي نوي ښکاري
ځمکه نوې اسمان نوى
وحشت درومي جامې نغاړي

د سپين غره د شپون له خولې نه
د بدلون شپيلۍ غږيږي
د شمشاد پر هسکه څوکه
شاهين خاندي هوسيږي

شونډي بيا خندا ته جوړي
سيمې نوى رنګ راوړى
اطمينان ښکاري څيرو کې
استبداله منځه تللى

چي پرې ولمبېده ځمکه
هغه ويني زرغونيږي
ترې راپوته به ګلان شي
غوټۍ پټې بيا تخنېږي

مرور سپرلى پخلا شو
نور به شنه کړي ګلګڅونه
مسافر بلبل به راشي
بيا به وايي اوازونه

لمر سپوږمۍ هم منتظر دي
کهکشان پټ پټ راګوري
ستوري کاندې سترګکونه
رحمتونه ترې را اوري

پريږده آه د مظلومانو
يو ځل تندر د اسمان شي
د ظالم پر کور راپرېوزي
ورته بحر شي طوفان شي

پرېږده ماتې هتکړۍ شي
چې محکوم انسان ازاد شي
اسارت کډه په شاکړي
زخمي زړونه چې پرې ښاد شي

پرېږده وچي شونډي سرې شي
پيږده وخاندي ګلونه
پرېږده څيرې ګريوان روغ شي
پرېږده لنډ شي ترې لاسونه

پريږده بيا په الوتو شي
د همت د خيال کوترې
سوله ټينګه شي هيواد کي
پرې سوکاله شي وګړي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د