فراه: طالبانو د شپږ نفوذي عسکرو په مرسته لويه قرارګاه نيولې

نن ټکی اسيا ‍(پنجشنبه، ۲۴ لړم، ۱۳۹۷): طالبان وايي د فراه ولايت په فرا رود ولسوالۍ غنډيو سيمه کې د امنيتي ځواکونو په يوې لويې قرارګاه د شپږ تنو نفوذي عسکرو په همکارۍ بريد کړی او نيولې يې ده.

د طالبانو ویاند قاري محمد يوسف احمدي له لوري په خپره شوې يوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لويه قرارګاه يې د شپږ تنو نفوذي عسکرو په مرسته بريد کړی دی چې له امله يې قراره ګاه نيولې او ګڼې وسلې يې تر لاسه کړي دی.

نوموړی وايي چې د قراره ګاه په داخل کې يې له شپږ عسکرو سره اړيکه وه چې هغوی د قراره ګاه په داخل کې جګړه شروع کړه او نورو طالبانو ته يې دننه د ورتګ زمينه برابره کړه.

طالبان په دې جګړه کې د قراره ګاه د بشپړ نيولو او د ځينو قومندانو په ګډون د ۳۰ تنه دولتي عسکرو د وژلو خبره کوي او وايي چې په دې جګړه کې يې دوه ټانګونه او له وسلو ډک يو لوی مزدا موټر هم نيولی دی.

بل لور ته طالبانو، د ميدان وردګ، زابل، کندهار، غزني، کندهار او ځينو نورو سيمو کې هم په دولتي سرتيرو او تاسيساتو د بریدونو او د ګڼ شمير دولتي عسکرو ته د مرګ ژوبلې د اړولو خبر ورکوي.

تر اوسه په دې اړه دولتي سرچينو څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د