افغانستان

یوه اوونۍ کې له ایرانه ۱۲زره کډوال راغلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د کډوالونړیوال سازمان وايي تېره یوه اوونۍ کې یوازې له ایرانه افغانستان ته ۱۲ زره کډوال لېږدېدلي دي.

دغه سازمان وايي چې دا خورا لویه شمېره ده، چې د ژمي په را رسېدو سره خپل هېواد ته ځي، خو د مېشتېدنې په اړه يې اندېښنې پر ځای پاتې دي.

له ایران څه وروسته له هغه افغانان بېرته خپل هېواد ته راستنېږي، چې نړیوال بازار کې يې پیسې په ځمکه ولوېدلې.

د معلوماتو پر بنسټ په روان کال کې تر اوسه ۶۷۰ زره افغانان یوازې له ایرانه بېرته را ستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې په هېواد کې د جګړو، وچکالۍ او نورو ستونزو له امله بې ځایه شوې کورنۍ هم په بد اقتصادي وضعیت کې ګوزاره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x