غزني لاریون؛ اندړو کې ملي اردو لسګونه دوکانونه بند کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني اندړو ولسوالۍ اړوند چهاردېوال سیمه کې لسګونه دوکانونه د ملي اردو له لوري یرغمل شوي دي.

چهاردېوال بازار، چې د اندړو د مرکز له سقوط وروسته يې ولسوالۍ هم دلته را لېږدول شوې، سلګونو اوسېدونکو د حکومت پر ضد لاریون وکړ.

لاریونوال وايي طالبانو ورته ویلي چې دوی د ولسوالۍ پر نقلي مرکز بریدونه کوي، خلک له وېرې بازار ته نه ځي، اوس چې دوکانداران غواړي خپل مالونه له دوکانونو را وباسي ملي اردو يې خپلو دوکانونو ته نه ور پرېږدي.

دوی چې تېره ورځ مازیګر مهال د کابل ـ کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه، د حکومت پر ضد يې شعارونه ورکول او غوښتنه يې کوله چې خپل مالونه دې ور وسپارل شي.

اندړو کې تر دې وړاندې هم د اربکیانو پر ضد چې اوس يې بېخ ایستل شوی، څو لاریونونه وشول، چې ځايي چارواکو به د طالبانو پر هڅونه بلل.

د دې لاریونوالو په اړه هم د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، چې دوی د طالبانو په هڅونه لاریون کړی او دعوه کوي چې ملي اردو د چا له مالونو سره کار نه لري.

چهاردېوال سیمه چې له شاوخوا پرې د طالبانو کړۍ را تاو ده، پکې د ملي اردو یو مرکز هم شته، چې د غزني چارواکي يې د اندړو نقلي ولسوالي بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د