امریکا؛ د سولې برخه کې د زلمي خلیلزاد هڅو ته هیله ښوودلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): امریکا وايي د افغان سولې په برخه کې د خپل ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد هڅو ته هیله لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر ناورت وویل، دوی پر دې ټینګار کوي چې جګړه د حل لار نه ده.

هغې تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۳لړم) رسنیو ته وویل، هیله لري چې زلمی خلیلزاد به ښکېل اړخونه سولې ته نږدې کړي.

ناورت زیاته کړه: «امریکايي چارواکو همېشه ویلي چې په افغانستان کې مسئله پر جګړه نه حل کېږي، زلمی خلیلزاد په دې برخه کې جدي کار کوي.»

په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیس د قطر له دفاع وزیر سره په خبرو کې هم پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د پنټاګون ویانده ربیکا ریبریچ وايي امریکا د جګړې په ډګر کې او بیا د افغان سولې په برخه کې د قطر له ملاتړه مننه کړې.

قطر هغه هېواد دی چې طالبان پکې د سیاسي فعالیتونو لپاره خپل دفتر هم لري.

زلمی خلیلزاد د شپږو میاشتو لپاره پر ماموریت ګمارل شوی، اټکل کېږي چې د افغان ولسمشریزو ټاکنو ځنډ هم د امریکا لپاره په همدې تر غور لاندې دی چې د زلمي خلیلزاد هڅو ته خنډ نه شي.

د سولې شورا مرستیال حاجي دین محمد څو ورځې وړاندې وویل، زلمی خلیلزاد هڅه کوي په همدې شپږو میاشتو کې خپلې ادارې ته یو پایله په ګوتو ورکړي، د ده په وینا که د سولې لپاره ولسمشریزې ټاکنې ځنډېږي، نو پر ځای کار دی.

خلیلزاد د سولې په برخه کې دویم سفر پیل کړی، چې په لومړي سفر کې يې له طالب استازو سره هم مخامخ خبرې وکړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د