طالبانو، د کورنیو چارو وزیر ستونی ور خراب کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کابل کې رسنیو ته وویل، د دولتي ځواکونو تلفات ځکه ډېر شوي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.

امریکا او ورسره ملګري هېوادونه يې پرلپسې د نمونې په ډول یادوي چې دوی د جګړې لپاره پر ځان بسیا دولتي عسکر روزلي چې ګرمه جګړه پر مخ وړي.

تېره ورځ د هېواد د وروستیو پېښو په تړاو د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو وزیران د ولسي جرګې پر وړاندې ودرېدل.

دوی ومنله چې بې وسه شوي، د امریکا له اوولس کلن تمویل او روزنې وروسته يې هم ګیله وکړه، چې د طالبانو پر وړاندې يې امکانات کم دي.

د ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وویل، ګواښونه سخته لوړ دي، خو پر وړاندې يې امکانات کم دي.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک چې په لوېدلي غږ يې خبرې کولې، وویل چې وروستیو جګړو يې ستونی ور خراب کړی دی.

هغه وویل، له دفاع وزیر سره د شپې تر وروستیو په خبرو وي: «دې قومندان ته ټلیفون کړی، هغه ته زنګ وهلی، یو بل پکې د مرستې غږ را وکړي، دا ستونی مې ځکه لوېدلی، په خدای که جوړېږي.»

که څه هم په هېواد کې جګړه له اوولسو کلونو راهیسې روانه ده، خو امنیتي او دفاعي چارواکي وروسته له هغه تر دروند فشار لاندې راغلل، چې طالبانو د ټوپک شپېلۍ د هغو عسکرو په لور هم ور واړولې چې له څو کلونو راهیسې يې ارامه خوړلې وه.

دغه دوه وزیران د غزني په مالستان، جاغوري او د روزګان د خاص روزګان د جګړو په تړاو وپوښتل شول، خو دفاع وزیر وویل چې یوازې په یادو سیمو کې نه، بلکې لسو ولایتونو کې خورا توندې جګړې روانې دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د