د امریکا دفاع وزارت پنټاګون

کانګریس د امریکايي پوځ کمزوري «وېرونکې» بللې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د امریکا کانګریس د دفاعي ستراتېژۍ کمیسیون وايي، د پنټاګون بې وسي خورا په وېرونکې ډول ډېره شوې ده.

دا کمیسیون چې د امریکا د دوو ګوندونو له غړو ګډ جوړ دی، تېر کال ډونالډ ټرمپ را منځته کړی، خو اوس يې غږ پرې کړی چې پنټاګون به دا وس ونه لري چې د چین یا روس د احتمالي جګړې پر وړاندې بریالی شي.

کمیسیون په راپور کې دا هم زیاته کړې، چې د ایران او شمالي کوریا ځواک په زیاتېدو دی، خو پنټاګون په وېرونکي ډول شاته تللی دی.

دې کمیسیون چارواکو ته ۳۲ مشورې ورکړې چې که يې عملي کړي، ښایي یو څه پیاوړي شي، چې پکې د پوځي وسایطو پر ډېرښت او پیاوړي کولو ټینګار شوی دی.

څه موده وړاندې په لوېدیځو رسنیو کې د یو متقاعد پوځي لیک کې هم پر دې ګیله شوې وه، چې پنټاګون له پوځیانو په سخته بده لار ګټه اخلي، خو په مقابل کې په مناسب ارزښت ورته قایل نه دي.

تازه د سپینې ماڼۍ یو پخواني چارواکي ویلي، امریکا په افغانستان کې نښتې، خو د تېښتې هڅه کوي.

افغان جګړه د امریکا لپاره نه یوازې په سیاسي بلکې پوځي برخه کې هم د سختې ملا ماتېدنې علت بلل کېږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

امريکا به په ډيرو نورو مرضو اخته شي انشاءالله افغان ولس ډير رنځيدلۍ او مظلوم ولس دئ ، افغانان ډير صادقه او ساده خلک دي ، هغه خويونه پدوې کي شته چي د دوې په همسايګانوهم کې نشته ، د بدخشان،تخار،کندز،سمنګان او د بلخ تاجک او ازبک د تاجکستان او ازبکستان تاجکانو اوازبکانوغوندې ندې ، د جوزجان، فارياب او بادغيس ازبک او ترکمن ، د ازبکستان او ترکمنستان ازبک اوترکمن ندي ، همدارنګه د هرات،فراه او نيمروز د ايرنيانو په رنګ لا څه چي د سرحد دواړو خواوو ته پراته بلوڅ کوچيان هم يوشئ ندي ، د پاکستان پر سرحد… نور لوستل »