د ټرمپ مېرمنې، د خاوند سلاکاره دندې پرېښودو ته اړ کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د ډونالډ ټرمپ مېرمنې ملانیا ټرمپ د سپینې ماڼۍ د ملي امنت سلاکاره له یو لنډ جنجال وروسته دندې پرېښودو ته اړ کړه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره سنډرز تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۳لړم) یوازې د ریکارډل د لرې کېدو خبر ورکړی دی.

ریکارډل په یوه سفر کې د ټرمپ له مېرمنې سره ناندرۍ را واخیستې، چې هغې تېره اوونۍ د لرې کېدو په اړه تبصره وکړ.

ملانیا وویل چې نور به دا سلاکاره په سپینه ماڼۍ کې پښه نه کېږدي، خو زیاتوي چې له خپل خاوند څخه مثبتې مشورې نه سپموي.

د ټرمپ مېرمنې دا هم ویلي، چې په سپينه ماڼۍ کې داسې کسان شته چې دې ته د باور وړ نه دي.

ویل کېږي د هغې راتلونکی ښکار ممکن د سپنې مانۍ د پوځ لوی درستیز جان کيلي یا هم د کورنیو چارو وزیر کریسټن نېلسن وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د