د پنټاګون پخوانی چارواکی: سمه تېښته پکار ده، نه چې د سفارت له بامه چورلکو ته پورته شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د پنټاګون پخوانی مرستیال بینګ ویسټ وايي، امریکا په افغانستان کې ونښتله، سلګونه زره ککرۍ يې تر خاورو لاند کړې، میلیاردونه ډالر يې ولګول، خو اوس د تېښتې زورونه وهي.

هغه خپلو چارواکو ته مشوره ورکوي چې د تېښتې داسې لار پیدا کړو چې د ویتنام له شرم سره مخ نه شو.

بینګ ویسټ وايي موږ باید دې ته مجبور نه شو چې کابل کې د سفارت له بام په هلیکوپټرو پسې ونښلوو او وتښتو، بلکې د تېښتې سمه لار باید پیدا کړل شي.

هغه منلې چې د یرغل په پیل کې يې په زور د جګړې ګرمولو عوامل زېږول او د طالبانو له لوري د خبرو اترو وړاندیزونه يې پرلپسې ردول.

د بینګ ویسټ په مطلب کې راغلي، د جګړې د پيل قومندان جنرال ټامي فرانکس پر افغانانو باور وکړ، خو هغوی بهرنیو مسلمان جنګیالي له تېښتې را ونه ګرځول.

د ده په خبره دویمه غلطي دا وه، چې طالبانو د امریکا له یرغل وروسته هم د خبرو اترو هیله وښوده، خو د وخت د دفاع وزیر ډونالډ رمز فیلډ د هغوی غوښتنه رد او په زور يې له هېواده ایستلو ته مجبور کړل.

د پنټاګون دا چارواکی زیاتوي چې اوولس کاله وروسته زموږ قومندان سکاټ مېلر مني چې دا جګړه نظامي حل نه لري، نو مانا يې دا ده چې جګړه نه شي ګټلی.

دا امریکايي پوځي چارواکی اعتراف کوي چې اوس حالات سرچپه شوي، په ۲۰۰۱ز کال کې موږ د طالبانو د خبرو اترو غوښتنه رد کړه خو اوس موږ ورته د خبرو اترو زارۍ کوو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د