غزني: دولتي عسکرو د خلکو سوداګريز مالونه برمته کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني ولايت اندړو ولسوالۍ د چارديوال بازار يو شمير هټۍ وال شکايت کوي چې دولتي عسکرو يې مالونه برمتنه کړي دي او نه يې پريږدي چې خپل مالونه ترلاسه کړي.

د چارديوال بازار هټۍ وال وايي چې دوی خپلۍ هټۍ هغه وخت وتړلې کله چې په دې بازار کې د جګړو ويره رامنځته شوه او اوس د حالاتو په ښه کېدو سره بيرته راګرځېدلي او غواړي چې خپل سوداګريز مالونه له دې بازار څخه وباسي؛ خو دولتي سرتيري اجازه نه ورکوي.

دوی چې د اعتراض په توګه راټول شوي وو او د کابل – کندهار لاره يې تر څو ساعتونو پورې تړلې وه ويې ویل چې که دولت د دوې ستونزو ته رسيدګي ونه کړي نو په لويو لاريونونو به لاس پورې کړي.

د لاريون يو تن تنظيمونکي رسنیو ته ويلي دي چې دولت دې د هغو اووه سوه هټۍ والو سوداګريز توکي خپلو خاوندانو ته وسپاري چې له تيرو لسو ورځو راهيسې دولتي سرتيرو برمته کړي دي.

بل لور ته د غزني ولایت وياند محمد عارف نورزی وايي چې دولتي سرتيري هيڅ حق نه لري چې د چا په شخصي کارونو کې مداخله وکړي او يا هم د ولسي خلکو شتمني چور کړي.

د اندړو ولسوالۍ اصلي مرکز پنځه مياشتې وړاندې د طالبانو لاس ته لوېدلی دی چې ددې ولسوالۍ نقلي مرکز نژدې يوه مياشت مخکې د چارديوال په بازار کې جوړ شو خو د شاوخوا لس ورځو له تيرېدو وروسته طالبانو هغه هم ونيو.

نژدې درې مياشتې وړاندې چې طالبانو د غزني ښار ونيو، وروسته دولتي چورلکو په دغه ښار بمونه وغورځول چې له امله يې ښار وسوځېد او په ميليونونو ډالرو تاوان سوداګرو ته واوښت.

هغه مهال دولت ادعا وکړه چې طالبانو د غزني ښار ته اور اچولی دی، خو طالبانو د دولتي چارواکو دا ادعا رد کړې وه او ويلي وو چې دولتي سرتيرو خپله غزني ښار ته اور اچولې او په دې توګه غواړي چې طالبان بدنام کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د