د کابل پوهنتون ليليه کې د محصلينو ترمنځ نښته شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د کابل پوهنتون لیلیه کې د دوو ډلو محصلينو ترمنځ جګړه چې لاهم راونه او تر اوسه په کې يو محصل وژل شوی او لس نور ټپيان دي.

دغه شخړه هغه مهال رامنځته شوه چې يو شمير هزاره محصلينو غوښتل چې د پوهنتون په داخل کې د غزني د وروستي امنيتي وضعيت په اړه لاريون وکړي چې د نورو محصلينو له لوري يې مخه ونيول شوه چې دغه مرګ ژوبله رامنځته شوه.

د کابل امنيتي چارواکی وايي چې سيمې ته يې د وضعيت د کنټرول په موخه پوليس ليږلي دي.

په ټولنیزو رسنیو باندې په شریکو شویو ویډيوګانو کې ښکاري چې، محصلین یو له بر سره لاس او ګریوان دي.
نصیر چې د ژورنالیزم د پوهنځۍ زده کوونکی دی په خپله فسبوکپاڼه لیکي «پولیس د پېښې ځای ته رارسيدلي، هوايي ډزې کوي خو لا هم نه دي توانیدلي وضیعت کنټرول کړي»

عتیق الله د کابل پوهنتون یو بل زده کوونکی دی، دی وايي د خوني دروازه یې په ځان پسې تړلې او بهر ته نه شي وتلای.

د غزني هزاره ګانو درې ورځې وړاندې هم په کابل کې د مالستان او جاغوري ولسواليو د خراب امنيتي وضعيت له امله په کابل ښار کې مظاهره کړې وه چې چاودنه پرې وشوه او ۱۲ تنو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د