هغه حکومت چې د خپلو مړیو د را ټولولو وس نه لري

احمد مختار

د تیر اکتوبر په ۳۰ نیټه له فراه څخه هرات ته تلونکې یوه پوځي څرخکه د اناردرې او شینډنډ ولسوالیو ترمنځ ساحه کې را نسکوره کړای شوه .

یاده څرخکه د ملي دفاع وزارت مربوط او مجموعا ورکې ۲۵ تنه سورلۍ یې لرلې چې ټول ورکي ووژل شول.

نن د یادې څرخکې له نسکوریدو څخه خواوشا ۱۷ ورځې تیریږي چې لا هم په هغې کې د وژل شویو لوړ پوړو دولتي چارواکو جسدونه چې په هغو کې فرید بختور د فراه د ولایتي شوری رئیس ، جمیله امینې د ولایتي شوری غړې او نعمت الله خلیل د ۲۰۷ ظفر قول اردو مرستیال هم شامل دي د څرخکې د غورځیدو په ځای کې پراته دي.

البته په یادې څرخکې کې یوشمیر غیر دولتي افرادو هم شتون درلود چې جسدونه یې په هماغو لومړیو ورځو کې د کورنیو لخوا انتقال او په خپلو کلیوالو هدیرو کې خاورته وسپارل شول.

خو د دولتي لوړ پوړو چارواکو او د دوو پلوټانو جسدونه لا ځکه هلته پاتې دي چې طالبانو یې د سپارلو په مقابل کې د خپل هغه طالب د جسد ورسپارلو غوښتنه کړې چې پرجنرال رازق باندې د برید په مهال ووژل شو.

اوس خبره دا ده چې کوم دولت چې د خپلو مهمو غړیو د وژل شویو جسدونو د تر لاسه کولو او په مسنون ډول د هغو د تکفین او تجهیز توان نه لري هغه به د هیواد پر ژوندیو خلګو واکمني او د هغوي امنیت ساتل څرنګه کوي؟

د فراه دولتي وژل شویو چارواکو د جسدونو ترلاسه کولو په موضوع کې یواځې د دولت امنیتي ناتواني نشوه ښکاره ؛ بلکې د هغه ترڅنګ یې پر خپلو حکومتي چارواکو د هغوی د نه تسلط او نه حاکمیت اندازه هم معلومه شوه .

دا به ومنو چې دولتي ځواکونه په سیمې باندې د طالبانو د کنترول له وجې د څرخکې د غورځیدو ځای ته نشي ورتلای مګر دا خو آسانه ده چې د کندهار امنیتي چارواکو ته ووايي چې د طالب برید ګر جسد د هغه کورنۍ ته وسپاري او بیا د خپلو وژل شویو جسدونو د سره صلیب کارکوونکو په مرسته ترلاسه کړي.

خو ګډ حکومت پر امنیتي ناتواني سربیره په خپلو افرادو باندې د عدم حاکمیت او ضعف مدیرت ستونزه هم لري ؛ ځکه دا جرئت نه لري چې د کندهار امنیتي چارواکو ته د جنرال رازق د وژنونکي طالب جسد د سپارلو امر ورکړي.

له پورتني تفصیل څخه دا نتیجه ګیري کیدای شي چې هغه دولت چې په خپلې دفاع کې د وژل شویو امنیتي چارواکو او سرتیرو د جسدونو د تحفظ توان نه لري ، هغه په هیڅ ډول باندې د افغانستان غوندې هیواد د اداره کولو او په هغه باندې د حکومت کولو وړتیا و نه لري ، دا چې په محاصره کابل کې د حکومت، کابینې ، پارلمان او د ولایتونو په مراکزو کې د والي او امنیه قومندان په نوم تشکیلات موجود دی ، هغوی د بهرنیو الوتکو تر سیوري لاندې د خپل ولس د مقااومت په مقابل کې یواځې د ځان پر دفاع مصروف دي… نه دا چې دوی دې په مشروع او قانوني ډول پر هیواد او ولس باندې د قانوني حکومت وړتیا ولري.

د فراه د وژل شویو دولتي چارواکو په بیدیا پاتې لا وارثه جسدونه یې ژوندۍ بیلګه ده .

avatar
3 د تبصرو شمېر
3 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاد خراباتی
میلمه
الحاج استاد خراباتی

عجیبه ظلم او جهل دی،مړی خښیدلوته یو بل نه سره ورکوی،

احمد
میلمه
احمد

نړیوال استعمار تر مرمیو ډالر ډیر مصرفوی د یو شمیر بی وجدانو او بی ایمانو زړونه له مینی او ایمان او مغزونه یی ورله له حسنه او ګټور تفکر پریمنځلی، نهه نوی سلنه رسنۍ ، پاڼی او داسی نور د نړیوال استعمار مالکیت او هغه چه د نورو په مالکیت کی دی خاوندانو ته یی رشوت ورکوی چه د استعمار په ګټه ګډی وډی ولیکی او د نن اسیا په شان رسنیو چه د رشوت ورکولو هڅو یی ګټه نه وی کړی خپل کمیشن کاران او ژباړن استخداموی او لا خپله اشغلګر د ژباړنو وسیلو په مټ په یوه یا… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

زما د نن ټکي اسیا له درنو چلوونکو څخه دا هیله ده چې د تبصرو په کړکیو کې د اتاڼچي خراباتي او داسې نورو سپکو او ناکجاته نومونو اصلاح او یا مخنیوی وکړي.

الحاج اتانچی ډم
میلمه
الحاج اتانچی ډم

احمد صاحب سلامونه،زه دا منم چه یو ډم یم.حج ته هم تللی یم،او اټنچی هم،کار لپاره سعودی ته تللی وم ،حج می هم وکړ،سعودی مسافری کی اتن زده کړی،په نور هیوادو کی ډمان خلک هنرمندان بولی،حتی اسلامی هیوادونو کی هم ښه قدر لری، دا چه زه یو ډم یم،نو ټول انسانی بشری حقوق هم لرم،ته ما له ټول سیاسی ،دینی اقتصادی ،اجتماعی حقوقو څخه نه شی محروم کولای، سیاف استاد او هم حاجی دی،رابانی پروفیسور،وه،حکمتیار،دوکتور اشرف غنی،خلاصه ملک ټول دا استادانو رهبرانو خراب کړ،د د یوه ډم دولچی،اتانچی نوم واخله،چه یا یی څوک قتل کړی وی ،او یا یی ملک… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

اتڼچی صاحب! رشتیا درته ووایم ستا د ځینو فکری مخالفینو استدلال هم ډېر خام او بچه ګانه دی خو خبره می واوره! شاید ستا هم یاد وی چي د دموکراسی د لسیزی په دوران کی د کابل په ښار او نورو ولایاتو په مرکزونو کی د وخت د ټولو افکارو پیروانو مظاهرې تر سره کولې چه البته پخپل ښار کی می لږ او ډېر یاد ته راځی خو کومه پخه فکری لیاره می نه درلوده ځکه جسمی او فکری بلوغ ته نه وم رسېدلی. داسی می اورېدلی دی چه د کابل ښار د زرنګار په پارک کی د اخوانیانو یو… نور لوستل »

الحاج اتانچی ډم
میلمه
الحاج اتانچی ډم

محترم غ .حضرت صاحب.ټولی تبصری د په شوق سره لولم.حتی په تاند ویب پاڼه کی یی هم تعقیبوم.الله ج د روغ صورت ،او اوږد عمر درکړی،یوه پوښتنه.
د ستاسو محترم لیکنی په کوم ویب پاڼه کی پیدا کولای شم؟ایا کتابونه د هم لیکلی؟غواړم چه د ستا د لیکنی او کتابونو څخه د پښتو جملی ،لغاتونو.په صحی ځای استعمال .او د لنډی تبصری لیکلو لپاره یو څه ترینه زده کړم
والسلام،