افغانستان

ولايتي شورا: فراه کې ۹۰ پوليس طالبانو ژوندي نيولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): د فراه ولایتي شورا وايي چې د دې ولایت په خاک سفيد ولسوالۍ کې ۹۰ تنه سيمه ييز پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د ولایتي شورا رئيس خير محمد نورزی وايي چې دغه شمير پوليس له تيرو دوو ورځو راهيسې د طالبانو له لوري محاصره شوي وو چې د طالبانو له لوري ژوندي نيول شوي دي.

ددې سربيره طالبانو تيره شپه د فراه ښار، بالابلوک، پشت کو او پشت ردو ولسواليو هم سخت بريدونه کړي دي چې له امله يې شاوخوا ۴۰ تنو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د سيمې يوې امنیتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي دي چې د فراه په بالا بلوک ولسوالۍ کې درې پوستې طالبانو نيولي دي او ګڼ عسکر يې وژلي دي.

د فراه د امنيه قومندانۍ وياند محب الله محب هم جګړې او طالبانو ته د عسکرو تسليمدل مني؛ خو په جګړو کې يې د امنيتي ځواکونو د تلفاتو په اړه ويلي دي چې په دې جګړو کې له ۴۰ کمو امنيتي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بل لور ته د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي هم ويلي دي چې د قومندان بسم الله او قومندان مهربان په ګډون يې ۹۰ تنه پوليس نيولي دي.

احمدي په خپل ټويټر د نيول شويو پوليسو انځورونه خپاره کړي دي چې په کې يو طالب ښودل کيږي چې په دوه عسکرو يې د ملګرو په څېر لاسونه اچولي دي او ويلي يې دي چې له بنديانو سره د نرمۍ چلند کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx