ننګرهار کې وژل شوی پاکستانی افسر خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۴لړم، ۱۳۹۷ل): دوه اوونۍ وړاندې له اسلام اباد څخه تښتول شوی پوليس افسر طاهر داوړ چې وروسته په ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو له لوري وژل شوی و، نن يې مړی خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

د طاهر داوړ جسد نن په تورخم کې د افغان چارواکو له لوري پاکستاني هغو ته وسپارل شو.

له دې وړاندې ددغه دولتي افسر په اړه د ننګرهار چارواکو ويلي وو چې د نوموړي جسد د پاکستان حکومت ته نه مګر د طاهر داوړ کورنۍ ته ورکوي، خو د پاکستان قومي مشرانو د ننګرهار له چارواکو سره د خبرو اترو له لارې دوی دې ته چمتو کړل چې د د داوړ مړی پاکستاني چارواکو ته وسپاري.

د طاهر داوړ د جسد د ترلاسه کولو له پاره د پاکستان د کورنيو چارو وزير شهريار افريدۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او نورو لوړ پوړو پاکستاني چارواکو په ګډون ګڼ شمير پاکستاني تورخم ته راغلي وو.

د طاهر داوړ د جسد د ورکولو له امله د تورخم لاره د څو ساعتونو له پاره د خلکو په مخ بنده وه.

بل لور ته د پاکستان د کورنيو چارو وزير نورو چارواکو د افغانستان له لوري د جسد په ورکړه کې د ځنډ له امله خواشيني ښودلې او ويلي يې دې چې د افغانستان له لوري د جسد د سپارلو په وخت کې يې ډیر انتظار او ستړيا ګاللې ده.

بل لور ته د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور ویلي دي چې د افغانستان له لوري د طاهر داوړ د جسد سپارلو په وخت کې د افغانستان ناغيړي او پلمې دا انديښنې راولاړوی چې د نوموړي په وژنه کې د افغانستان حکومت لاس لرل ناممکن نه دي.

د طاهر داوړ په وژنه د پاکستان لومړي وزير عمران خان، د پوځ مشرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو ژوره خواشينې ښودلې ده.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

پدی جنایت سره به هیڅکله آی اس آی د لر او بر پښتانه سره خلاف نکړي. دا ناممکنه کار دی بالخصوص د افغانانو لپاره چه یو پولیس آفسر له اسلام آباد څخه اختطاف کړی او بیا یی په ننګرهار کی شهید کړی. هغه افغانان چه په آزاده توګه پیښور کی ګرځیدای نشی څنګه کوالی شی چه یو پولیس آفسر له اسلام آباد څخه ننګرهار ته برمته کړی له منطق او عقل نه لری خبره ده. دا کار پخپله پنجابیانو کړی او د خپل جاسوسانو پو وسیله یی جسد ننګرهار ته راوړی چه د هغه له جسد نه هم یوه سیاسی… نور لوستل »

mohammad vakil
میلمه
mohammad vakil

اسلام علیکم . زه دنـن ټکی اسیا پاڼې دلوستونکو څخه یم،خو کله کله داسی لیکنی وګورم چې لکه کټ مټ چی دپاکستان دای سی ای کوم کارکن لیکلی وی .لکه دا پورتنی خبر. امریکا پخپله منی چی د دوهمی نړیوالې جګړی وروسته چی نورو هوادو کی دهغوی اتباع د ولسمشرۍ پوست ته ګماری نو داسی سړی پیدا کوی چی دوی ته دامریکی ګټی نسبت خپل پلرنی ټاټوبی ته اولویت ولری . په پورتنی خبر کی ممکن څه رښتیا هم وی خو دپیښې ترسیم کټ مټ د پاکستانی پوځ له رسمی راپورونو او خبر څخه شویدی . دښاغلی عبدالصمد ګوهر لیکنی… نور لوستل »

ښاپیری.پکتین
میلمه
ښاپیری.پکتین

دا یو پښتون افسر وه،سوال دا دی چه ولی ټول پښتانه قتل کیږی؟دوه افغان جنرالان،مولوی سمیع الحق ،اوس نو دا افسر..ایا پښتانو کی دومر مشران نشته چه د دی فتنه قتل قتول مخه ونیسی؟
د غم ټغر مو ټول شوی نه وی ،چه بل غم په را غبرګ شی،ایا پښتون قوم فقط غم لپاره پیدا شوی دی؟الله ج د دا افسر وبخښی،نو د الله ج په ملک سوله ،راوالی.

لونګ
میلمه
لونګ

ډیر د افسوس ځای دی. داعش څنګه کوالی شی چه یو د پولیسو لوړ پوړی آفسر له اسلام آباد څخه برمته او ننګرهار راوړی؟ دا پدی معنی چه د پاکستان ټولی لاری او کنترول د داعش په لاس کی دی. د الله په خاطر لږ شرم وکړی، د آی اس آی بچیانو له الله نه وډار شی تر څو به د آی اس آی غلامی کوی. دا کار د پښتونو د ختمولو لپاره شوی. دا کار پخپله پنجابیانو کړی چه هم يو پښتنون افسر ووژنی او هم د هغه له مړی یوه سیاسی توطیه جوړه او بیا ترنه سیاسی ګټه… نور لوستل »