
د طاهر داوړ جنازه خاورو ته وسپارل شوه
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵لړم، ۱۳۹۷ل): له اسلام اباد څخه ننګرهار ته تښتول شوی د پاکستاني پوليسو افسر او د پښتون ژغورنۍ غورځنګ ملاتړی چې په ننګرهار کې ووژل شو تيره ورځ يې مړی په تورخم کې کورنۍ ته وسپارل شو.
د نوموړي جسد له هغې وروسته پيښور ته يوړل شو او هلته يې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين په ګډون دددې ګوند نورو مشرانو او زرګونو خلکو جنازه کې ګډون وکړ.
د داوړ جسد پيښور ته په رسېدو دوه جنازې وشوې چې لومړی يې د پيښور پوليسو له لوري په حکومتي کچه وشوه او بله يې د پيښور په حيات اباد کې د داوړ د خپلوانو او کورنۍ له لوري وشوه او په پيښور کې خاورو ته وسپارل شو.
جنازې ته راټول شوي خلک چې د تکبير چيغې او پاکستان خلاف شعارونه ورکول له حکومت څخه يې غوښتنه کوله چې د داوړ د وژنې قضيه دې وڅيړي.
بل لور ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پشتين وويل د طاهر داوړ مرګ ډېرې پوښتنې راپورته کړي دي او زياته يې کړه چې د نوموړي د ورکېدو شپاړلس ورځې وشوې خو حکومت يې په اړه هيڅ ونه کړل.
پشتين وويل چې د داوړ له ورکېدو وروسته د پاکستان حکومت هيڅ اقدام ونه کړ او تر اخره غلي پاتي شول.
د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې اړه د عدالت او قضيې د څېړنې غوښتنه وکړه.
دا کوم عقل مني چې اسلامویران څخه تښتول کېږي او تر ننګرهاره پورې ژوندې سړی راوستل کېږي؟؟
دا د آی اس آی عقل منی. خو ځینی کسان اوس هم شته چه وایی دا د داعش کار دی. پدی معنی چه داعش د فاکستان په ټول لارو واکمن دي.