آی پي ایل: نبي، راشد او مجیب خپلو لوبډلو له بولۍ وړاندې ونېول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۷ل): د هند غوره لیګ په «لوبغاړو ساتنه» پړاو کې د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې محمد نبي او راشد خان، او د کینګز الیون پنجاب لوبډلې مجیب الرحمن له بولۍ وړاندې په غوره لوبغاړو کې ځان سره وساتل.

تېره ورځ د ۲۰۱۹م کال آی پي ایل سیالیو لپاره د تېر کال لوبډلو خپل هغه لوبغاړي چې غوره ثابت شوي وو، دا وار له بولۍ وړاندې ددې لپاره له ځان سره ونېول چې ګواکې نورې لوبډلې به یې پر سر لویه بازي وکړي او له دوی به یې خپل کړي.

راشد خان او محمد نبي چې د سنرایزز حیدر اباد لوبډلې لخوا له تېرو دوو کالونو راهیسې لوبیږي، د لوبډلې په بریا کې په ځانګړي ډول راشد خان د لوبډلې په ګټه تمام شوي وو او د نوموړي په مرسته یې لوبډلې پایلوبې ته هم لار موندلې وه.

له بل پلوه مجیب ځدراڼ چې په لومړي وار په تېر آی پي ایل سیالیو کې د کینګز الیون پنجاب لوبډلې لخوا واخیستل شو، د لوبډلې په ګټه غوره تمام شو، نوموړي د ویرات کوهلي، ای بي ډیویلیئرز او ایم ایس دهوني په څېر ستر لوبغاړي وسوځول.

د مجیب ځدراڼ په بېلا بېل ډوله تاوونکو توپونو توپوهونکي لا څه چې نړیوال مبصرین هم ګوته په غاښ کړي وو، نوموړی د خپلې لوبډلې په ګټه ویکټې هم اخیستي او اقتصادي توپ اچونه یې هم ترسره کړې ده.

د راشد خان لوبډلې څخه ددوی د توپوهنې برخې مهم لوبغاړی شیکر دهاون د دهلي ډيرډیویلز لوبډلې ته ولاړ، خو په بدل کې یې ډیویډ وارنر یو وار بیا راستون شو او لوبډلې د غوره لوبغاړو په لیست کې له ځان سره وساته، همدا ډول ویلیمسن، شکیب الحسن او ځینې نور لوبغاړي یې هم وساتل.

له بل پلوه ظاهر خان، چې د راجستان رائلز لوبډلې لخوا اخیستل شوی و خو د ټپونو له امله یې په تېر آی پي ایل کې هیڅ ګډون ونکړ،  سږ کال یې لوبډلې په ازادو لوبغاړو کې واچاوه تر څو بولۍ ته د بیا لپاره وړاندې شي.

ټاکل شوې ده چې د هند غوره لیګ سیالۍ به د ۲۰۱۹م کال اپریل میاشت کې ترسره شي، له دې وروسته به په جون میاشت کې نړیوال جام پېل شي، چې له کبله به یې یو شمېر هندي تکړه لوبغاړي په آی پي ایل کې هم ګډون ونکړای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د