د چارجولو پرمهال د ایپل «ایفون ایکس» ځیرک مبایل چاودېدلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۷ل): د ټکنالوژي په نړۍ کې چټک پرمختګ یو شمېر ستونزې هم راولاړې کړي، چې وخت تر وخته په کې مرګ ګواښونکي ستونزې رامنځته کیږي.

تېره ورځ په امریکا کې هغه مهال د ایفون ځیرک مبایل چاودنه کړې چې چارج ته ایښودل شوی و او د ګرمېدو په حالت کې چاودیدلی دی.

رسنیو ددغې پېښې په اړه ویلي چې راحل محمد یوه امریکا میشت سړي هغه وخت مبایل چاودنه وکړه چې چارج ته یې ایښی و، ددغه مبایل وړاندې کولو پرمهال ایپل د سامسنګ مبایلونو پر ضد ویلي وو چې د ګلیکسي په څېر یې د بیترۍ چاودیدلو ویره نشته.

دا لومړی وار نه دی چې دغسې پېښې رامنځته کیږي، په لسګونو دغسې نورې پېښې په ایفون مبایلونو کې رامنځته شوي چې د خلکو د مړینې لامل شوي هم دي.

راحل محمد د خپل مبایل چاودیدلو په اړه وایي، چې ایفون ایکس ته د iOS 12.1 نوي سافټویر ورژن کولو نه وروسته یې مبایل چارج ته کیښود، خو چارج پرمهال د سخت ګرموالي له کبله یې مبایل چاودنه کړې.

ایپل شرکت د محمد له شکایت وروسته له نوموړي غوښتي چې د مبایل سره یوځای کمپنۍ ته ورشي تر ځو د مبایل ستونزې په اړه پلټنه وکړي، ددوب په وینا دغه ستونزه نوې ده او دوی ته په لومړي وار دغسې ستونزه مخ ته راغلې.

د ایپل کمپنۍ دغه مبایل چې په لومړي وار یې د ایفون ډیزاین او نور ډیر تغیرات رامنځته کړي وو، او د سامسنګ مبایلونه شاته پریښي وو، له پېله د ستونزه سره مخ دی، چې څو ورځې وړاندې هم کاروونکو د ایپل کمپنۍ ته شکایتونه کړي وو چې په پای کې کمپنۍ په خپله غلطۍ اعتراف وکړ او کاروونکو ته یې د نوي مبایل ورکولو اعلان وکړ.

د یادونې وړ ده چې د ایپل کمپنۍ د غوره ټکنالوژۍ ترڅنګ په دغه برخه کې چې مبایل یې د سخت استعمال او لمر ته کیښودو له امله بې اندازې ګرمیږي او په پای کې چاودنه کوي، له دې وړاندې دغسې ستونزې په ایفون سکس ایس (6s) او ایفون سیون پلس (7plus) کې هم رامنځته شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د