افغانستان

کابل پوهنتون: د محصلينو ترمنځ جګړه کې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵لړم، ۱۳۹۷ل): تيره ورځ په کابل پوهنتون کې د هزاره او پښتنو محصلينو ترمنځ جګړه رامنځته شوه چې له امله یې ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کابل پوهنتون يو تن محصل کابل نيوز ته ويلي چې هزاره ګانو له درې ورځو راهيسې له نورو محصلينو سره جنګونه کړي دي چې پرونۍ هغه يې په تاوتريخوالي واوښته او مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده.

دغه محصل وايي چې د دوی ملګري غرمه مهال د خوړو په خونه کې وو چې دوی پرې بريد کړی دی چې له امله يې ۳ تنه محصلین وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي دي.

د کابل پوهنتون يو بل محصل وايي چې د حکومت په داخل کې ځينې کړۍ شته چې هغوی د هزاره محصلينو تر شا ولاړ دي او د هغوی د تعصبي فعاليتونو ملاتړ کوي.

پرون هم ځينې سرچينو ويلي وو چې جګړه هغه مهال رامنځته شوه کله چې هزاره محصلينو د کابل پوهنتون په داخل کې د پوهنتون په جومات کې د غزني د مالستان او جاغوري د خراب امنيتي وضعيت له امله مظاهره کوله چې نور محصلينو يې دا کار ښه نه و ګڼلی.

څو کاله وړاندې هم په کابل پوهنتون کې د محصلينو ترمنځ جګړې رامنځته شوې وې چې له امله يې شاوخوا يوه مياشت د کابل پوهنتون د زده کړو پرمخ تړل شوی و.

که څه هم تيره ورځ د حالاتو د کنټرول په موخه د کابل پوهنتون انګړ ته امنيتي ځواکونو ورغلي وو خو تر اوسه دولتي مسؤلينو ددې پيښې د څېړلو او شخړې د حل په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا د دیموکراسۍ او مسیحیت هوا وهلي هزاره ګان تېشه به رېشه خود ته یو ځل بیا ځانونه چاغ کړي دي، که دوی فکر کوي چې د ایران شیعه ګان او روسان به یې د سوریې په شان مرستې ته راورسي ډېره لویه اشتباه کوي، ځکه زمونږ د غرونو تر منځ په دې کلابند هېواد کې به د ایرانیانو له لاسرسۍ وړاندې په دې اغوا شوو جاهلانو سړه توده تېره وي. هزاره ګان وروڼه نباید چې د طالبانو له زغمه بده ګټه پورته کړي. د طالبانو د جلب او جذب کمیسیون ته ښایي تر څو د ښارمېشتو هزاره ګانو په… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

پورتنی نوم زما خو تبصره زما نه ده! نه پوهیږم ولی ؟

الحاج اتانچی ډم

محترم استاد بیانزی صاحب
پاسنی نوم د ستا نه دی،پیانزی دی،یعنی لومړی حرف یی په پ سره لیکل شوی،د ستا محترم نوم لومړی توری ب دی،مڼنه

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx