د مولانا محمد علیم بسمل نوی غزل

مولانا محمد علیم بسمل

د عشـــق په نوم يوه خوږه ګنــــاه کول پکـــار دي
د خداى لــه رحمـه دلتــه ګټه اخیستــل پکـــار دي

شهيـــده! جوړ صورت په قبــر کې مـــزه نه کــوي
چې سړى مـړ شو، نو زياتي خاورې کېدل پکـار دي

دا چې واجب ده په بنده د خداى د حکـــم تعمـيل
د مور خــدمت ته د اودس تازه کـــول پکـــــار دي

د مرګ په خوند به مو هم پوه نه کړي حالات د وطن
کــه مــړي اوري، نو ژوندي پاتې کېـدل پکــــار دي

بسمـله! ډېر خلک دې نه غـواړي د ژوند په کور کې
د دوی له ضده څو شپې نورې هم کـول پکــار دي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د