سید محمد اکبر اغا

د خلاصون شورا: د بندیانو خوشي کول به سولې ته د رسیدو لپاره مثبت تمام شي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵لړم، ۱۳۹۷ل): د پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا په مشري د خلاصون لارې عالي شورا وايي چې د سیاسي بندیانو خلاصون به سولې ته د رسیدو لاره لنډه او چټکه کړي.

یادې شورا وویل چې په پاکستان کې د طالبانو جګپوړو مشرانو خوشي کول او په سیاسي دفتر کې د ګوانتنامو د پخوانیو بندیانو ځای پر ځای کېدل د سولې لپاره مثبت ګامونه دي چې باید د افغانستان حکومت هم ورته ګامونه اوچت کړي او د بندیانو د خوشي کولو لړۍ پیل کړي.

د خلاصون لارې عالي شورا چې تېره ورځ یې په کابل کې ناسته وکړه او په لسګونو علماو، قومي مشرانو او د شورا غړیو ګډون په کښي کړی وو، په افغانستان کې د سولې په اړه وروستي پرمختګونه وستایل او مشر یې سید اکبر اغا وویل چې د موسکو وروستی ناسته هم مثبته او هم منفي اړخ لرلای شي.

نوموړي وویل چې که روسان په افغانستان کې دسولې ملاتړ او هڅې په دې خاطر کوي چې په سیمه کې امنیت خوندي شي او دغه امنیت د ټولې سیمې د پرمختګ سبب وګرځي نو دا ښه خبره ده، او که غواړي چې په دغو هڅو سره د خپل ازلي حریف امریکا څخه غچ واخلي، نو دا به په راتلونکې کې د افغانستان په زیان تمام شي.

نوموړي همداراز وویل چې د سولې تر راتګ پوري که ولسمشریزي ټاکنې ځنډیږي، نو هم پروا نه لري، او وې ویل چې د یوه لوري څخه امریکایان نوي عسکر افغانستان ته را لیږي او له بلې لوري یې په سیمه کې خلیلزاد ته ماموریت ورکړی چې د سولې لپاره هلې ځلي وکړي، چې دا ښکاره تناقض دی.

هغه وویل: «امریکا که رشتیا هم سوله غواړي د افغانستان څخه دي خپل عسکر ژر تر ژره وباسي او یا دي معلوم مهال ویش وټاکي».

نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د بهرنیانو شتون د سولې پر وړاندي تر ټولو لوی خنډ دی، تر هغو به طالبان سولې ته تیار نه شي تر څو یې د بهرنیانو د وتلو تضمین نه وي تر لاسه کړی.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د امریکې خاص استازي زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د طالبانو سره مذاکرات کړي دي خو په اړه یې هیڅ معلومات نه دي رسنیز شوي.

خلیلزاد په روسیه کې د افغانستان د سولې اړوند د هغه کانفرانس وروسته د طالبانو سره ولیدل چې په کښي طالبانو یوځل بیا خپل دریځ څرګند کړ او په افغانستان کې یې د بهرنیانو شتون نه یوازي د افغانستان بلکي د ټولې سیمې لپاره خطر وباله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د