ډیویلیئرز یو وار بیا لوبو ته راستون شو، نن په سویلي افریقا لیګ کې لوبیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۵ لړم، ۱۳۹۷ل): د سویلي افریقا هېواد غوره لیګ «مزانسي سوپر لیګ» سیالۍ نن شپه د ای بي ډیویلیئرز (شوانز سپارټنز) او کوینټن ډي کاک (کیپ ټاون بیلټز) لوبډلو ترمنځ پېلیږي.

دغه لیګ چې د لوی کړکیچ څخه وروسته بالاخره پېلیږي، د افغانستان لخوا یوازینی لوبغاړی راشد خان ګډون کوي چې د «ډوربن هیټ» لوبډلې لخوا اخیستل شوی دی.

د کرېکټ په نړۍ کې مشهور ستوری چې د روان کال په سر کې يې له نړیوالو سیالیو سره مخه ښه وکړه، یو وار بیا شل اوریزو سیالیو ته راستنیږي، او د نړیوالو پرمخ به خپل جادويي شاټونه وښيي.

مزانسي سوپر لیګ (MSL) کې ټولې ۶ لوبډلې ګډون کوي، نن شپه به چې د ۱۶ نومبر سره سمون خوري پېل او د دیسمبر میاشتې په ۱۶مه نېټه پای ته رسیږي، په دې لیګ کې به د پایلوبې په ګډون ۳۲ سیالۍ ترسره شي.

ددغه لیګ ټول بهرني مارکیو لوبغاړي به، چې له برخې یې راشد خان هم دی د لیګ په لومړي او وروستي سر کې موجود وي، خو د نومبر میاشتې ۲۳مې نېټې څخه تر درېیم دیسمبر پورې به په لس اوریزو لوبو کې لوبیږي، کوم چې په عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

راشد خان له دې وړاندې په یوه ویډیوي مرکه کې په یاد لیګ کې د ګډون په اړه خوښي ښودلې وه او زیاته کړې یې وه چې خوښ دی په مزانسي لیګ سیالیو کې د ګډون لپاره د سویلي افریقا هېواد ته ځي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د