ته مي ارمان يې

مهاجر مدثر

ته مي ارمان يې زه مي خپل ارمان په چا نه پلورم

ګل غوټئ نه دي پلورم ګل ارمان په چا نه پلورم

وچ سترګيه بیا چي په کږو ورته را ونه ګورې

د ګران بابا د پګړئ ول ارمان په چا نه پلورم

دا د قرنونو سرمایه د تاندو مټو ځواک مي

د سپيني حوري توري ځل ارمان په چا نه پلورم

مسته شپېلئ مي پرونئ نغمې اوس هم غږوي

غرنۍ شپون يمه شډل ارمان په چا نه پلورم

مال او متاع مي ترېنه زار شه او بیا زار شه ترېنه

اې مدثره د کابل ارمان په چا نه پلورم

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د