غزل – علی احمد راصد

نه پوهېږم څه خبر ده ښکته پورته

نابلده څوک راغلی دي دې لور ته

کوم عسکر د یرغلګرو چا وژلی

پل ورغلی دی سیده د ملا کور ته

په لټون پسې راوتي میرڅمن دي

ګوري هرې موشادې لاس کې انځور ته

دلته ناست یم انتظار یې د راتلو کړم

ورلېږلی مې رویبار د جانان کور ته

بس دی پرېږده چې لږ سا د آرام واخلو

نور نو وګوره زما دې سر سرتور ته

په درنو ګامو روان شو ویل یې یاره!

ما قسم کړی چې ځم په دې لار ګور ته

ته یې نه وینې راصده دا څه حال دی

بې له تورې ځواب نشته هر پېغور ته

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د