معاملات (۲۹) / مشروع انفاق (لګښت) او د هغه ضوابط

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

انفاق له هغه څخه څخه عبارت دی، چې په لازمي (فرضي) او نفلي توګه مال په هغه څه کې ولګول شي، چې د الله تعالی ورباندې خوښه وي.

د انفاق (لګښت ډولونه: انفاق په دوه ډوله وېشلی شو:

لومړی واجبي انفاق: له دې څخه مقصد هغه انفاق دی، چې الله تعالی په انسان باندې لازم کړی وي، ([1]) چې دا څانګه بيا لاندينيو برخو ته شاملېږي:

۱ـ د انسان په خپل ځان او یا په هغه چا باندې مصرف کول، چې د هغو نفقه يې په غاړه وي لکه ښځه، اولاد، مور او پلار او هغه خپلوان، چې د فقهې په کتابونو کې يې شرطونه ذکر شوي دي. په دې اړه الله تعالی فرمايي: ﴿ لِيُنفِقْ ذُو سَعَةٍ مِّن سَعَتِهِ وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ فَلْيُنفِقْ مِمَّا آتَاهُ اللَّهُ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا مَا آتَاهَا سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا ([2]) « شتمن دې له خپلې شتمنۍ سره سمه نفقه ورکړي او چاته چې کمه روزي ورکړل شوې وي هغه دې له همغه مال څخه لګښت ورکړي، چې الله تعالی هغه ته ورکړی دی. الله تعالی چې چاته څومره څه ورکړي دي له هغو څخه يې په زیاتو نه مکلفوي، لرې نه ده چې الله تعالی له تنګ لاسۍ وروسته پراخي هم ور په برخه کړي» او همدارنګه الله تعالی فرمايي: ﴿وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا ([3]) « د خپلوانو، مسکينانو او مسافرو حق پوره ورکړه او بې ځآیه لګښت په مال کې مه کوه».

و عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: (دينار أنفقته فی سبيل الله و دينار أنفقته في رقبة، و دينار تصدقت به علی مسکين، و دينار أنفقته علی أهلک، أعظمها أجرا الذي أنفقته علی أهلک ) ([4]) « له ابي هريره رضی الله عنه څخه روايت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: هغه دینار چې تا د الله تعالی په لار کې لګولی دی او هغه دينار چې د غلام په آزادولو کې دې لګولی دی او هغه دينار چې يو مسکين ته دې صدقه کړی دی او هغه دينار چې په خپله کورنۍ دې لګولي دی، غوره اجر د هغې دی، چې تا په خپل کور باندې لګولی وي. »

۲ـ زکات:

لوی الله تعالی جل جلاله د خپلو بندګانو لپاره په مال کې چې د لازمېدو شرطونه پکې پوره وي زکات فرض کړی دی. الله تعالی فرمايلي دي: ﴿ خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِم بِهَا ([5]) « اې پيغمبر صلی الله علیه وسلم! ته د هغوی له مالونو څخه د صدقې زکات په اخيستلو سره هغوی پاک او تزکيه کړه».

۳ـ کفارې:

دا له هغو صدقو څخه عبارت دي، چې يو څوک په قسم خوړلو باندې حانث شوی وي او ظهار طلاق، خطا قتل ([6]) او… د یو مسلمان لپاره واجب شوې ووي. الله تعالی فرمايي: ﴿ لاَ يُؤَاخِذُكُمُ اللّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلَـكِن يُؤَاخِذُكُم بِمَا عَقَّدتُّمُ الأَيْمَانَ فَكَفَّارَتُهُ إِطْعَامُ عَشَرَةِ مَسَاكِينَ مِنْ أَوْسَطِ مَا تُطْعِمُونَ أَهْلِيكُمْ أَوْ كِسْوَتُهُمْ أَوْ تَحْرِيرُ رَقَبَةٍ فَمَن لَّمْ يَجِدْ فَصِيَامُ ثَلاَثَةِ أَيَّامٍ ذَلِكَ كَفَّارَةُ أَيْمَانِكُمْ إِذَا حَلَفْتُمْ ([7]) « تاسو چې کومې بابېزه لوړې (قسمونه ) کوئ، پرهغو مو الله تعالی نه نيسي عذاب نه درکوي خو کومې لوړې او قسمونه چې تاسو په ادارک او پوهې سره کوئ، پر هغو به مو هرو مرو ونيسي. د داسې لوړو ماتولو کفاره دا ده، چې لسو کسانو ته له هغو منځنۍ درجې خوړو څخه ورکړئ، چې تاسو يې خپلې کورنۍ ته ورکوي، يا هغوی په جامه پټ کړئ او يا یو غلام آزاد کړئ او څوک چې د دې وس ونه لري هغه دې درې ورځې روژه ونيسي. دا ستاسو د قسمونو کفاره ده، چې کله قسم وخورئ او مات يې کړئ».

۴ـ د فطر زکات:

د ابو سعيد الخدري د دې حديث په دليل: ( عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال: کنا نخرج زکاة الفطر صاعا من طعا أو صاعا من شعير أو صاعا من تمر أو صاعا من أقط أو صاعا من زبيب([8])  « له ابو سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روايت دی چې ويلي يې دی: موږ به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې د فطر د زکات لپاره یوه اندازه خوارکي توکي، یوه اندازه وربشې، يوه اندازه خرما، یوه اندازه قورت، یو صاع کشمش ورکول»

۵ـ نذرونه:

دا هغه صدقې یا عبادتونه دي، چې يو انسان يې په خپل ځان باندې لازموي، الله تعالی هم هغه کسان چې په خپلو نذرونو باندې وفاداره وي ستايلي دي: ﴿ يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا ([9]) « په خپلو نذرونو وفا کوي او له هغې ورځې څخه ووېرېږي، چې د هغې ورځې شر پټ دی».

دویم نفلي صدقې:

له دې څخه مراد هغه صدقې دي، چې شريعت پر چا نه وي فرض کړې؛ بلکې يو څوک يې په خپله خوښه ورکوي. ([10]) نفلي صدقې زیات ډولونه لري، چې د هغې له ډلې څخه ځينې دا دي: عمومي صدقې، سوغاتونه، ډالۍ، هغه خپلوانو ته صدقه ورکول چې نفقه يې پر تا لازمه نه او… په نفلي صدقو کې اصل او قاعده دا ده چې انسان هغه څه خيرات کړي،،چې د خپل ځان او کور له کافي نفقې څخه اضافه وي. ([11])

د صدقو ضوابط: هغه اصول او قواعد چې په صدقو کې راغلي دي، د اله تعالی دا قول: ﴿ وَلاَ تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَى عُنُقِكَ وَلاَ تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَّحْسُورًا « مه خپل لاس تر غاړې تړه يعنې بخيلي مه کوه او مه يې بيخي غزولی پرېږده اسراف مکوه چې پړ او بېوسې پاتې شې». همدارنګه د الله تعالی دا وينا: ﴿ وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا « د خپلوانو، مسکينانو او مسافرو حق ورکړه او بې ځایه زيات لګشت مه کوه». اوس لاندې د صدقو غوره ضوابط په لنډه توګه څرګندوو:

۱ـ په حلالو لارو کې صدقو ورکول له حرامو لارو څخه ځان ژغورل. کله چې انسان وپوهېد، مال او پانګه د الله تعالی دي او الله تعالی هغه پر هغې باندې خليفه ټاکلی دی، نو باید د هغه لګښت کې مشروع او مباح لارې په پام کې ونيسي: ﴿ وَآتُوهُم مِّن مَّالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ « او هغوی ته ورکړئ له هغه شتمنيو څخه چې الله تعالی تاسو ته درکړې دي». ﴿آمِنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَأَنفِقُوا مِمَّا جَعَلَكُم مُّسْتَخْلَفِينَ فِيهِ فَالَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَأَنفَقُوا لَهُمْ أَجْرٌ كَبِيرٌ ([12]) « پر الله تعالی او د هغه پر پيغمبر صلی الله علیه وسلم باندې ايمان راوړئ او د الله تعالی په لار کې له هغو شيانو څخه لګښت وکړئ، چې تاسو يې ورباندې واکمن ګرځولي ياست. له تاسو څخه چې کوم کسان ايمان راوړي او مال ولګوي د هغوی لپاره لوی اجر دی». او د الله تعالی دا وينا: ﴿ وَيُحِلُّ لَهُمُ الطَّيِّبَاتِ وَيُحَرِّمُ عَلَيْهِمُ الْخَبَآئِثَ ([13]) « د دوی لپاره پاک شيان حلال او ناپاک شيان حراموي». یا دا آیت شريف: ﴿ قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللّهِ الَّتِيَ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالْطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ قُلْ هِي لِلَّذِينَ آمَنُواْ ([14]) « اې محمده صلی الله علیه وسلم دوی ته ووايه چا د الله تعالی هغه ښکلا حرامه کړې ده، چې د خپلو بندګانو لپاره يې له ځمکې څخه را ايستې ده. او چا د الله تعالی بښل شوي پاک شيان منعه کړي دي؟ ووايه دا ټول شيان د دنيا په ژوندانه کې هم د ایمان راوړونکو لپاره دي».

مسلمان باید په دې پوه شي، چې الله تعالی د مال په اړه ورسره حساب او کتاب کوي، چې څه ډول يې په لاس راوړی دی؟ او څه ډول يې مصرف کړی دی؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي: ( لَن تَزُولُ قَدَماَ عَبدٍ یَومَ القیامة حتی یُسألَ عن عمره فیما أفناه و عن علمه فیم فعل و عن ماله من أین اکتسبه و فیم أنفه و عن جسمه فیما أبلاه)([15]) « د قيامت په ورځ به د هر بنده قدمونه پر خپل ځای وي، تر دې چې له هغه څخه پوښتنه ونه شي، چې عمر دې په کومه لار کې تېر کړی، مال دې له کومې لارې په لاس راوړئ! او په کومه لاره دې لګولی او جسم دې په کومه لاره کې په تکليف کړی دی. »

له بده مرغه باید ووايو: چې زموږ نفسونه او د خلکو ذهنونه دې ته متمايل دي، چې مال په حرامو او آن تر دې، چې د خلکو د فاسدولو په لاره کې ولګوي، چې په حقيقت کې دا کړنلاره د صدقې هغه ډول دی، چې په حرامو لارو لګول کېږي. الله تعالی هم ورڅخه منعه فرمايلې ده.

له هغه بې ځایه لګښت څخه لرې والی، چې شريعت منعه کړی دی: اسراف او بې ځايه لګښت په صدقه کې د منځلارې او اعتدال له حد څخه دتېري په معنی  دی، اسراف او بې ځایه لګښت د پانګو ورکېدونکی، د مال له منځه وړونکی د ټولنې د افرادو د توانايۍ او په ټولنيزه توګه د اسلامي امت له منځه وړونکی دی، چې دا کار شرعاً حرام او ناروا دی. الله تعالی فرمايلي دي: ﴿ وَهُوَ الَّذِي أَنشَأَ جَنَّاتٍ مَّعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ كُلُواْ مِن ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُواْ حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ ([16]) « د هغو له پيداوراو باغ او زراعت څخه وخورئ، چې کله مېوه ونيسي؛ او د الله تعالی حق زکات ادا کړی، چې کله يې فصل ورېبئ. او له حده تېری اسراف مه کوئ چې الله تعالی له حده تېرېدونکي نه خوښوي. » او د الله تعالی دا قول: ﴿ وَآتِ ذَا الْقُرْبَى حَقَّهُ وَالْمِسْكِينَ وَابْنَ السَّبِيلِ وَلاَ تُبَذِّرْ تَبْذِيرًا﴾ «خپلوانو، مسکينانو او مسافرو ته د هغوی حق ورکړئ او زيات بې ځایه لګښت مه کوئ. » اسلامي شريعت په صدقو او د ژوندانه په نورو څانګو کې د فرد او ټولنې د مصلحتونو په خاطر اعتدال او منځلاري په نظر کې نيولې ده.

په صدقو کې توازن ساتل:

لوی څښتن تعالی د خپلو بندګانو ترمنځ روزۍ وېشلې دي او د خپل حکمت په اساس يې ځينو ته پر ځينو نورو بر تري ( غوروالی) ورکړی دی: ﴿ وَاللّهُ فَضَّلَ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ فِي الْرِّزْقِ﴾ ([17]) « لوی څښتن له ستاسو څخه ځينو ته په ځينو نورو غوروالی ورکړی دی. » نو په همدې اساس پر مسلمانانو لازمه ده؛ ترڅو د خپلو صادراتو او وارداتو ترمنځ موازنه په نظر کې ونيسي، لومړی خپلې اړتياوې پوره کړي او په ترتيب سره د ژوند اړتياوو ته مخه کړي. د ژوندانه د لومړيتوبونو ترتيب په لاندې ډول دی:

ضروريات: له دې څخه مقصد هغه توکي دي، چې غير له هغو ژوند امکان نه لري، لکه خوراک، څښاک او…

حاجيات: له دې څخه مراد هغه وسائل دي، چې په دنيوي ژوندانه کې ارامي او آسودګي برابروي.

([1] ) الکسب والانفانق و عدالة التوزيع في المجتمع الاسلامي، محمود بابللي ص ۱۱۲.

([2] ) الطلاق: ۷.

([3] ) الاسراء: ۲۶.

([4] ) أخرجه مسلم، کتاب الرکاة، باب فضل النفقة علی العيال برقم ۱۶۶۱.

([5] ) التوبة: ۱۰۳.

([6] ) العقدة فی شرح العمدة، لبهاء الدين المقدسي ۲/ ۱۹۳.

([7] ) المائدة: ۸۹.

([8] ) أخرجه البخاري کتاب الزکاة، باب الصدقة الفطر صاعا من طعام برقم ۱۴۱۰، و مسلم کتبا الزکاة، باب زکاة الفطر علی المسلمین من التمر والشعير برقم ۱۶۴۰.

([9] ) الانسان: ۷.

([10] ) مباحث فی الاقتصاد الاسلامي، محمد قلعه جي ص ۹۶.

([11] ) تملک الأموال و تدخل الدولة فی الاسلام، عبدالحرمن الجليلي. ۲/ ۶۴۴.

([12] ) الحديد: ۷.

([13] ) الحديد: ۱۵۷.

([14] ) الأعراف: ۳۲.

([15] ) أخرجه الترمذي کتاب صفة القيامة والرقائق والورع باب ما جاء في شأن الحساب والقصاص برقم ۵۳۶.

([16] ) الأنعام: ۱۴۱.

([17] ) النحل: ۷۱.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د