معاملات (۳۲) / ټولنيز اقتصادي تکافل

سرمؤلف استاذ عنایت الله عادل

په دې بحث کې د ټولنيز اقتصادي تکافل مفهوم او د هغه اهميت څرګندوو، وروسته د اسلام په اقتصادي نظام کې د تکافل مهم وسايل په دوو مطلبونو کې تر بحث لاندې نيسو:

د ټولنيز اقتصادي تکافل  مفهوم او اهميت يې

تکافل (همګرايی)([1]) په لغت کې له «کِفل) څخه اخيستل شوی دی (کافِل) د مسئول په معنی  او کفيل د ضامن په معنی  دی. تکافل هم د کفالت يا دوه اړخيز مسئوليت د دوو يا زياتو کسانو ترمنځ د مسئولیت په معنی  دی.

د ( همګرايۍ ) عامه معنی  د يوې اسلامي ټولنې په دننه کې له متبادلې مرستې څخه عبارت ده، چې د ټولنيز ژوند ټول اړخونه په بر کې نيسې، هر فرد دا احساس پيدا کوي، چې د ټولنې يو جز دی، له سرکښۍ او فردي ځآن غوښتنې او افراط پالنې څخه لاس اخلي، د ډار دا احساس يوازې په اضطراري شرايطو کې له دوی څخه لرې کوي. نو همګرايي په عام مفهوم عبارت د ټولنې په داخل کې له مرستندويه کړيو څخه د هغې په پيوستون ور زياتېږي او د هغې بنياد او اساس د ښو او بدو شرايطو  له بدلېدو سره په مقابله کولو کې لاقوي کوي، په ټولنه کې له ضرر رسېدلي شخص سره همدردي کېږي، د مظلوم ملاتړ کېږي، له ناتوان سره مرسته کېږي، په کمزورو ترحم کېږي هر فرد د ټولنې د مصلحت په خاطر حريص وي، ټولنه د فرد کرامت مراعاتوي، خطا کوونکي ته نصيحت کوي په نېکو امر او له بدو مخنيوی عملي کوي او… دا ټول په يوه مسلمانه ټولنه کې د تکافل او همګرايۍ سمبول دی.

په يوه مسلمانه ټولنه کې همګرايي ځانګړې ارزښت درلودونکې ده، چې هغه د نورو بشري ټولنو څخه ورباندې بېلوي.

په دې ځای کې د بحث موضوع په اقتصادي څانګه پورې اړونده همګرايي ده، چې ځينو څيړونکو په دې ډول تعريف کړي ده « همګرايي عباردت ده د ټولنې په ښو او بدو شرايطو کې د ټولو خلکو ترمنځ د ضمانت تبادله کېدل، د حکومت او خلکو ترمنځ د مصلحت تحقق له ضرر دفعه کولو څخه » ([2]) یوه بل څېړونکي دا ډول تعريف کړې ده: « ټولنه باید فرد او يا ډلې ته مرسته ورسوي، په داسې ډول، چې د فرد مصلحت د ټولنې د مصلحت تر شعاع لاندې ونه نيسي او د فرد مصلحت د ټولنې د مصلحت په خاطر له منځه لاړ نه شي»([3])

نو بيا د ټولنيزې همګرايي معنی  په اقتصادي څانګه کې د يوې مسلمانې ټولنې په داخل کې د افرادو ترمنځ له دوه اړخيزې مرستې څخه عبارت ده اتو يا «فعاله او دوامداره همګرايي، چې دوه اړخيز مسئوليت د عامه آرامتيا و د ټولنې د پراختيا لپاره ايجابوي» ([4])

ډېر شرعي دليلونه وارد دي، چې همګرايي بنسټيزه کوي او د هغې اهميت صحي ګڼي په هغه څېر، لکه د الله تعالی دا وينا: ﴿ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ﴾ ([5])« مؤمنان یو له بل سره وروڼه دي». ایماني ورورولي د ټولنې د افرادو ترمنځ د متبادل مسئوليت د احساس لپاره لاره هواروي. لکه د الله تعالی دا قول: ﴿ وَتَعَاوَنُواْ عَلَى الْبرِّ وَالتَّقْوَى﴾ ([6]) « په نيکۍ او پرهېز ګارۍ يو له بل سره مرسته وکړئ.». دا يو الهي امر دی، چې مؤمنان باید د الله تعالی اوامر عملي کړي او له نواهيو څخه يې ځان وژغوري.

د هغې له ډلې څخه د پيغمبر صلی الله علیه وسلم دا وينا ده: ( لا يؤمن أحدکم حتی یحب لأخيه ما یُحبُ لنفسه) «هغه مؤمن نه دی څه چې د ځان لپاره خوښوي بل کس ته يې هم خوښ نه کړي »([7]) او همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول: ( ان المؤمن للمؤمن کالبنیا یشُدُّ بعضه بعضاً ) « مؤمن د بل مؤمن لپاره د بنسټ مثال لري، چې یو او بل ته ټينګښت ورکوي. »([8])

کله چې دا همګرايي تطبيق او عملي شوه، په نتيجه کې يو ټولنيز پيوستون منځ ته راځي، په دې ټولنه کې شعور یو له بل سره همغږي کېږي، په ټولنه کې پراختيا راځي، خلک د خپلې راتلونکې او ماشومانو لپاره ډاډ حاصلوي او په غوره او عادلانه طريقه د اقتصادي عايد وېش صورت نيسي. سر بېره په نورو ايجابي نتايجو، چې په اسلامي اقتصادي نظام کې را نغښتي دي، شاید پانګوال اقتصادي نظام ته په يو ځل کتو سره وکولای شو، په روښانه توګه دا ښېګڼې او لوړوالی درک کړو. ځکه پانګوال نظام په عنانيت، د فرد په سرکښۍ، فرد محورۍ د کورنۍ په کمزوري کولو، چې د تاریخ په اوږدو کې د سالمې ټولنيزې پراختيا اساس ؤ تمام شو. ([9]) د کورنۍ په تيت پرک کېدلو وغربي نړۍ په ټولنه کې د همګرايۍ اساسي کړۍ له لاسه ورکړه او د ټولنيز انظباط مهمه لاره ورکه شوه او ورپسې ناوړه نتایج په ټولنه کې راننوتل، چې له هغه څخه خبرې کول بحث اوږدوي،  ولې دلته چې زموږ لپاره څه مهم دي هغه ته اشاره کوو، د يو داسې همګرايي نظام شتوالي ته اړتيا، چې ټولې کړۍ يې کاملې وي. وروسته له دې چې په پانګوال نظام کې يو پر بل پسې تعديلات وارد شول، وتوانېد چې د ټولنيزې همګرايۍ ځينې اړخونه میسر کړی، خو په پانګوال نظام کې يوازې دولت د ړوند، ناروغانو او بوډاګانو داړتياوو د پوره کولو مسئول دی، په دې معنی  چې د دولتي مواردو زيات ضرورت د دې مسئولت د تمويل لپاره منځته راتله، چې د آزاد اقتصادي نظام له اصولو سره يې همږي نه درلوده. نو په دې خاطر په پانګوالو هېوادونو کې دا ستونزې يو له بل سره توپير درلود، نو به دې خاطر په پانګوالو هېوادونو کې دا ستونزې يو له بل سره توپير درلود، شاید د دغو هېوادونو له منځ څخه يوازې د امريکا متحده ايالات([10]) د دې همګرايۍ د پلي کولو عملي وسائل کم ولري. نو بيا دا ستونزه د پانګوال نظام په بدن کې ده، چې يو کامل همګرايي نظام ته اړتيا لري، چې د هغه له اصلي اصولو سره همغږي ولري، نه دا چې هره ورځ له بهرنيو فشارونو لاندې پر هغه نوي تعديلات وارد شي.

خو اسلامي اقتصادي نظام یوه پراخه شبکه او ځنځيري کړۍ د همګرايۍ له وسايلو څخه په خپله لري، چې د مسلمان په عقيده پورې تړلې ده او يوې بلې څانګې ته مرسته رسوي، چې په لاندې مخونو کې به يې ځينې په ترتيب سره وړاندې کړو.

([1] ) انظر: القاموس المحیط، محمد بن یعقوب الفیروز بادي (کفل)، مختار الصحاح (کفل).

([2] ) الاقتصاد الاسلامي مرجع سابق ص ۵۰.

([3] ) أدوات اعادة التوزیع، عبدالحرمن الشبانات ص ۲۸۲.

([4] ) أدوات اعادة التوزیع، عبدالرحمن الشبانات ص ۲۸۲.

([5] ) الحجرات: ۱۰.

([6] ) المائدة: ۲.

([7] ) صحيح البخاري، کتاب الایمان، باب: من الایمان أن یحب لأخيه ما یحب لنفسه برقم ۱۲.

([8] ) صحيح البخاري، کتاب الصلاة، باب تشبيک الأصابع في المسجد و غیره برقم ۴۵۹.

([9] ) الاسلام و التحدي الاقتصادي، محمد عمر شابرا ص ۱۰۱.

([10] ) الاسلام و التحدي الاقتصادي، المرجع سابق ص ۱۷۴.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د