کراچي: په صدر کې چاودني 20 کسو ته مرګ ژوبله واړوله
نن ټکی آسیا: برايي ماخستن پر 10 بجې د کراچي ښار د صدر په سيمه کې رېمبو سینټر ته نیژدې د یوه لاسي بم په چاودنه کې لږ تر لږه 19 کسان ټپيان او د استخباراتي پولیسو یو افسر ووژل شو.
ټپیان د کراچي جناح اسپتال ته وړل سوي، او ویل کیږي چې د دوو ټپيانو روغتیايي حالت د انډيښنې وړ دی.
ریمبو سینټر په کراچي کې د کمپیوټر او فلمي سیډیګانو تر ټولو لوی مارکیټ دي.